په تېر یوه کال کې نږدې ۱۵۰ زره کسانو د استرالیا تابعیت ترلاسه کړی دی

د استرالیا د کورنیو چارو وزارت چارواکي وایي، د هغو ک‌‌‌‌‌‌ډوالو په شمير کې زیاتوالی راغلی چې د استرالیا تابعیت ترلاسه کوي.

Australian Citizenship

Source: SBS

د استرالیا د کورنیو چارو وزارت لخوا خپرې شوې شمېرې ښيي چې په تېر مالي کال کې د شاوخوا ۱۴۵ زره کسانو د تابعیت غوښتنلیکونه منل شوي دي. دغه شمېرې د ۲۰۱۷-۲۰۱۸   مالي کال په پرتله ۸۰ سلنه زیاتوالی ښيي.

د استرالیا د کډوالو چارو وزارت مسولین وايي، د پخوا په پرتله اوس د تابعیت لپاره سپارل شوي غوښتنلیکونه په کم وخت کې ارزول کېږي. اوسمهال ۷۵ سلنه کسان په ۱۸ میاشتو کې د استرالیا تابعیت ترلاسه کوي خو پخوا به د استرالیا تابعیت لپاره د سپارل شويو غوښنلیکونو کارونه په ۲۰ میاشتو کې پای ته رسیدل.

همدا راز اوسمهال د استرالیا د تابعیت لپاره د  ازموینۍ له ترسره کولو وروسته د انتظار موده هم را کمه شوې ده. ځینې راپورونه ښيي،  داسې کسان هم شته چې  د تابعیت له ازموینې  وروسته یې کارونه په یوه ورځ کې پای ته رسیږې.
Minister for Immigration, Citizenship and Multicultural Affairs David Coleman (centre)
Source: AAP
د استرالیا د کډوالو چارو وزیر، ډېوېډ کولمن وايي، د تابعیت پروسې کې اصلاحات او په انلاین ډول سره د غوښتنلیکونو سپارل د دې لامل کرځیدلي ترڅو د انتظار موده را کم شي او خلک په کم وخت کې د استرالیا تابعیت ترلاسه کړي.

د استرالیا د تابعیت لپاره ټول غوښتنلیکونه په یوه وخت کې نه ترسره کېږي د ځینو کسانو غوښتنلیکونه کیدای شي له ۱۸ میاشتو په کم وخت کې پای ته ورسیږي‌ خو د ځینو نورو کیدای شي له ۲ کلونو څخه هم زیات وخت ونیسي.

په ۱۹۴۸م کال کې د استرالیا د تابعیت د قانون له تصویب څخه یو کال وروسته د لومړي ځل لپاره د ایتالیا، پولنډ ، یونان ، جرمني او یو شمېر نورو هېوادونو اوسیدونکو د استرالیا تابعیت ترلاسه کړ. د ۱۹۴۹ او ۲۰۱۹ کلونو ترمنځ شاوخوا ۵ میلیونه کډوالو د استرالیا تابعیت ترلاسه کړی دی او دغه لړۍ لا تراوسه دوام لري.

د استرالیا تابعیت یواځې دا مانا نلري چې تاسو په استرالیا کې د استوګنې دایمي اجازه ترلاسه کوی، بلکې د دغه هېواد تابعیت یو شمېر مهمې ګټې هم لري. د بېلګې په توګه، د تابعیت ترلاسه کولو یوه مهم ګټه داده چې تاسو کولای شئ د استرالیا پاسپورټ‌ ترلاسه کړئ او په هغه د نړۍ شاوخوا ۱۷۰ هېوادونو ته له وېزې پرته سفر وکړئ. د سفر د سهولت ترڅنګ که چېرې تاسو په کوم بهرني هېواد کې له کومې ستونزې سره مخ یاست نو د استرالیا حکومت له تاسو سره مرسته وکړي.

 


شریکول

3 د لوستلو وخت

خپور شوی په

اپډیټ شوی په

سرچینه: SBS




Share this with family and friends


Follow SBS Pashto

Download our apps
SBS Audio
SBS On Demand

Listen to our podcasts
Independent news and stories connecting you to life in Australia and Pashto-speaking Australians.
Ease into the English language and Australian culture. We make learning English convenient, fun and practical.
Get the latest with our exclusive in-language podcasts on your favourite podcast apps.

Watch on SBS
SBS World News

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service