KEY POINTS:
- Pakistan-born Khawaja will fly out of Melbourne on Thursday.
- It comes more than a day later than planned, after an anxious wait for his visa to be approved.
- It's not the first time he's faced this problem, and Cricket Australia is hopeful he'll receive clearance soon.
ستوری توپ وهونکی عثمان خواجه د ویزې د مسلې له حل وروسته هغه ته په هند کې له خپل اسټرالیایي ټیم سره یوځای کیدو اجازه ورکړل شوه.
پاکستان کې زیږیدلی خواجه به د پنجشنبې په ورځ له میلبورن څخه الوتنه وکړي، له پلان څخه یوه ورځ وروسته، ځکه هند حکومت د هغه ويزې ورکړې کې ځنډ وکړ.
هندوستان ويزې تصویب ډیری وختونه پیچلي وي او وخت اخلي ولې د عثمان خواجه په قضيه کې د هغه ټولې لوبډلې ته په وخت ويزه ورکړل شوه او هغوی هند ته سفر هم وکړ ولې عثمان خواجه پاتې شو.
د اسټرالیا ۱۸ کسیزه ټيم د سه شنبې او چهارشنبه په ورځو کې په بنګلور کې د دوی تمریناتي کمپ ته ورسيدل.
هند ته د ننوتلو لپاره د ویزې پروسه له غوښتونکو څخه پوښتنه کوي چې ایا دوی یا د دوی والدین پاکستانیان دي. دا لومړی ځل نه دی چې خواجه، چې د پاکستان په پلازمېنه اسلام اباد کې زېږېدلی، هند ته د ننوتو پر مهال د ویزې له ننګونو سره مخ شوی دی.
په ۲۰۱۱ کې، توپ وهونکي په ټولنیزو رسنیو کې د خپلې مایوسۍ څرګندونه وکړه چې هغه ته اجازه نه وه ورکړل شوې چې هند هیواد ته ننوځي ځکه چې هغه په آسټرالیا کې نه و زیږیدلی.
د چهارشنبه په ورځ ، د آسټرالیا اوپنر په انسټاګرام کې د "Stranded" ، "dontleaveme" ، "standard" او "anytimenow" هشټاګونو سره یو مشهور میم پوسټ کړ.
ټاکل شوې خواجه په روانه میاشت کې په هند کې خپله لومړۍ ټیسټ لوبه وکړي.
——————————————————-
زموږ د فیسبوک پاڼې له لارې د مرکو او راپورونه اورېدولو ته دوام ورکړئ.
د آسټرالیا د تازه خبرونو او په زړه پورو موضوعاتو لپاره همدا اوس زموږ ویب پاڼې ته ولاړ شئ.
که چېرې غواړئ په انګلیسي ژبه زموږ خپرې شوې مقالې ولولئ، مهرباني وکړئ دلته کلیک کړئ
زموږ خپرونه دلته زمونږ پر ویب پاڼه یا هم د اس بي اس پر اپلیکیشن واورئ. تاسو کولای شئ د اس بي اس اپلیکیشن په وړیا توګه له اپل سټور یا ګوګل پلې څخه ترلاسه کړئ.

