اسټرالي کې له ۱۰۰۰ ډيرو ډاکټرانو له حکومت څخه د کرونا ويروس ويرې له امله د کډوالو خوشې کولو غوښتنه وکړه

اسټراليا کې ډاکټرانو په ګډه يو ليک لاسليک او له کورنيو چارو وزير څخه يې وغوښتل ترڅو کډوال او پناه غوښتونکي دې د اسټراليا له توقيف ځايو څخه خوشې کړي.

David Isaacs (C), a paediatric infectious diseases professor at the University of Sydney, penned the letter to Home Affairs Minister Peter Dutton.

David Isaacs (C), a paediatric infectious diseases professor at the University of Sydney, penned the letter to Home Affairs Minister Peter Dutton. Source: AAP

اسټراليا کې له ۱۱۰۰ څخه ډيرو ډاکټرانو اسټراليايي توقيف ځايو کې د بندو پناه غوښتونکو او کډوالو ژر خوشې کولو غوښتنه وکړه.

سيدني پوهنتون کې پروفيسر ډيويډ ايساک چې خپله ساينس پوه دی د ډاکټرانو لاسليک شوی ليک يې د کورنيو چارو وزير پيټر ډاټون ته وسپاره.

ښاغلی وغوښتل ترڅو دې کډوال او پناه غوښتونکي له توقيف ځايو څخه خوشې او ټولنې کې دې ورته د اوسيدو ځای ورکړل شي.

يادو ډاکټرانو ويلي، که چيرې کډوال او پناه غوښتونکي خوشې نشي، نو د هغوی ترميځ د کرونا ويروس خپريدو چانس ډير دی او يادو توقيف ځايو کې به د مړينې ناورين رامينځته شي.

ډاکټران وايي، که بند کډوالو کې د کرونا ويروس خپور شي، نو لدې سره به د اسټراليا روغتيا سيسټم له ستر فشار سره مخ شي.

دا ليک د ۱۱۸۳ ډاکټرانو او روغتيا برخې کار کوونکو لخوا داسې مهال لاسليک کيږي چې څه موده وړاندې بريزبن کې د مهاجرت توقيف ځای يو ساتونکی په کرونا ويروس مبتلا شو او دا ويره خپره شوه چې کيدای شي ياد توقيف ځای کې د کرونا ويروس چټکۍ سره خپور شي.

د اسټراليا مهاجرت ادارې څخه د ياد ليک او غوښتنې په اړه نظر غوښتل شوی.

 


2 د لوستلو وخت

خپور شوی په

اپډیټ شوی په




Share this with family and friends


Follow SBS Pashto

Download our apps

Watch on SBS

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service

Watch now