پدې وروستيو کې داسې رپوټونه هم خپاره شوي کوم چې وايي له بهرنيو زده کوونکو سره ناوړه چلند کيږي او هم ځيني هغه ادارې کوم چې بهرني زده کوونکي له باهر څخه اسټراليا ته راولي او يا دلته اسټراليا کې دننه ورته زده کړې ورکوي هغوی ډير جعل کاري او دوکه کوي.
دا جعل کاري ددې باعث شوی چې د زرګونو په شمير بهرني زده کوونکي له ګڼو ستونزو سره مخ شي.
د اسټراليا حکومت اعلان وکړ چې بهرنيو زده کوونکو سره تړلي مسايل به جدي څيړي او ددې پلټنې پيل د مهاجرت برخې وکيلان"اجنټ" او هم هغه زده کړې موسسې کوم چې بهرني زده کوونکي يا له باهر څخه راولي او يا ورته اسټراليا کې دننه زده کړې ورکوي دا دواړه به د حکومت پلټنې فوکس کوي.
حکومت به هغه ادارې هم پيدا کوي او تر پوښتنې لاندې يې راولي کوم چې غير قانوني بهرنيو زده کوونکو ته زده کړې خدمتونه وړاندې کوي.
د اسټراليا د کورنيو چارو او مهاجرت وزارت به د پلټنې دوران کې يوازې د يو شاهد په توګه په ناستو کې ګډون کوي.
دا لومړی ځل دی چې حکومت بهرنيو زده کوونکو زده کړې څرنګوالی او پدې برخه کې درغلي په جدي توګه څيړي.
د يادې پلټنې کميسيون مشر Jason Wood اس بي اس هسپانيوي ژبې پروګرام ته وويل چې زمونږ پلټنې پای کې حکومت ته ځيني وړانديزونه کوو ترڅو د هغو مهاجرت برخې اجنټانو مخه ونيول شي کوم چې بهرني زده کوونکي دوکه کوي او دوی غير قانوني فعاليت کوي.
د بهرنيو زده کوونکي مارکيټ تنظيم او قانون پلي کول له ۲۰۰۰ کال څخه پيل شو چيرې چې حکومت ځانګړي معيارونه وټاکل او د بهرنيو زده کوونکو لپاره دوه مهمې برخې يو د مهاجرت اجينټ يا وکيل کړنې دي او بل هغه موسسې او ادارې کوم چې همدې بهرنيو زده کوونکو ته زده کړې ورکوي، ولې يوه ستونزه پدې برخه کې دا ليدل کيږي چې بهرني زده کوونکو ته کومې موسسې چې زده کړه ورکوي د هغو کنټرول حکومت په مستقيم ډول نه کوي بلکې دا کار نورې شخصي ادارې کوي کوم چې د زده کړې مرکزو معيارونه څاري او کنټرول يې کوي.
حکومت اوس پدې برخه کې اړينو بدلونو راوستو باندې غور کوي.