د اس بي اس پښتو راپورونه او مرکې دلته اورېدلی شئ.
د آسټرالیا د امامانو ملي شورا (Australian National Imams Council) لخوا په یوې خپرې شوې اعلامیې کې راغلي چې د جون ۶مه نېټه (د جمعې ورځ) په آسټرالیا کې د لوی اختر لومړۍ ورځ ده.
د امامانو ملي شورا وايي، سعودي عربستان نن چهارشنبه (د مې ۲۸مه) د ذې الحجې میاشتې لومړۍ ورځ اعلان کړې، له همدې امله پنجشنبه د جون ۵مه د عرفات او جمعه د جون ۶مه د لوی اختر لومړۍ ورځ ده.
د آسټرالیا لوی مفتي، ډاکټر ابراهیم ابو محمد او د فتوا شورا له دې فرصت څخه په ګټې اخیستنې سره "ټولې اسلامي نړۍ او د آسټرالیا د مسلمانانو ټولنې" ته د لوی اختر مبارکي ویلې ده.
په اعلامیې کې راغلي: "د آسټرالیا د امامانو ملي شورا د هغو امامانو او عالمانو نظرونه مني، پوهیږي او درناوی یې کوي چې ممکن مختلف نظرونه ولري."
"دا شورا له ټولنې څخه غواړي چې د نظرونو دې توپیرونو ته درناوی وکړي او د مسلمانې ټولنې د ښېګڼې او یووالي لپاره هڅې وکړي."
سره له دې چې سعودي عربستان او ډېرو نورو هېوادونو د جون ۶مه د لوی اختر لومړۍ ورځ اعلان کړې، د طالبانو سترې محکمې یوه ورځ وروسته، د جون اوومه (د غبرګولي ۱۷مه) د لوی اختر ورځ اعلان کړې ده.

زموږ د فېسبوک پاڼې له لارې د مرکو او راپورونه اورېدولو ته دوام ورکړئ.
د آسټرالیا د تازه خبرونو او په زړه پورو موضوعاتو لپاره همدا اوس زموږ ویب پاڼې ته ولاړ شئ.
که چېرې غواړئ په انګلیسي ژبه زموږ خپرې شوې مقالې ولولئ، مهرباني وکړئ دلته کلیک کړئ.
د اس بي اس پښتو خپرونه دلته زمونږ پر ویب پاڼه یا هم د اس بي اس پر اپلیکیشن واورئ. تاسو کولای شئ د اس بي اس اپلیکیشن په وړیا توګه له اپل سټور یا ګوګل پلې څخه ترلاسه کړئ.

