د آسټرالیا د امامانو ملي شورا د روژې مبارکې میاشتې لومړۍ ورځ اعلان کړه

د آسټرالیا د امامانو شورا اعلان کړی چې راتلونکې سه شنبه د روژې مبارکې میاشتې لومړۍ ورځ ده.

Bango la Ramadan na muumini akisali

د آسټرالیا د امامانو ملي شورا د روژې مبارکې میاشتې لومړۍ ورځ اعلان کړه Credit: Courtesy of MA

د آسټرالیا د امامانو شورا لخوا په یوې خپرې شوې اعلامیې کې راغلي‌ چې د روانې مارچ میاشتې ۱۲ نېټه (د سه شنبې ورځ) د روژې مبارکې میاشتې لومړی ورځ ده.

په اعلامیې کې راغلي چې د روژې میاشتې لومړۍ شپه او تراویح د دوشنبې په شپه (۱۱ مارچ) ترسره کېږي.

دغه پرېکړه د آسټرالیا د فتوا شورا د امامانو او د آسټرالیا د لوی مفتي ترمنځ له مشورو وروسته اعلان شوې ده.

د امامانو شورا په اعلامیې کې همدا راز راغلي چې د امامانو شورا غړي د هغو امامانو او عالمانو نظر ته احترام لري چې له دغې پرېکړې سره ممکن مختلف نظرونه ولري.

په اعلامیې کې له ټولو مسلمانانو غوښتنه شوې چې په دې مسئله کې "د مختلفو نظرونو درناوی وکړي او د اسلامي ټولنې د یووالي لپاره کار وکړي."

Commencment of Ramadan.jpg
Credit: Facebook / Australian National Imams Council

زموږ د فېسبوک پاڼې له لارې د مرکو او راپورونه اورېدولو ته دوام ورکړئ.

د آسټرالیا د تازه خبرونو او په زړه پورو موضوعاتو لپاره همدا اوس زموږ ویب پاڼې ته ولاړ شئ.

که چېرې غواړئ په انګلیسي ژبه زموږ خپرې شوې مقالې ولولئ، مهرباني وکړئ دلته کلیک کړئ.

زموږ خپرونه دلته پر ویب پاڼه یا هم د اس بي اس پر اپلیکیشن واورئ. تاسو کولای شئ د اس بي اس اپلیکیشن په وړیا توګه له اپل سټور یا ګوګل پلې څخه ترلاسه کړئ.


2 د لوستلو وخت

خپور شوی په

اپډیټ شوی په

By Mujeeb Muneeb

سرچینه: SBS


Share this with family and friends


Follow SBS Pashto

Download our apps

Watch on SBS

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service

Watch now