د اسټراليا لومړي وزير له خپل سيالانو هر يو د امريکا ولسمشر جو بايډن، د انګلستان ولسمشر بوريس جانسن، د هند ولسمشر نريندرا مودي او د جاپان لومړي وزير يوشيهيدي سوګا سره امريکا کې پر مهمو مسايلو ناستې وکړې.
په يادو ناستو کې په اندو پيسيفيک سيمه کې چين لخوا رامينځته شوي ګواښ ترڅنګ پر نورو امنيتي او سوداګريزو مسايلو هم خبرې وشوې.
اسټراليا له امريکا او انګلستان سره د اټومي وسلو ليږد اوبو لاندې کښتۍ جوړولو او سمبالولو تړون لاسليک کړ کوم چې دا تړون د چين هيواد له کلک غبرګون سره مخ شو.
بله خوا اسټراليا اټومي وسلو باندې سمبال سمندر کې د اوبو لاندې کښتۍ يا سب مرين ياد تړول لاسليک کولو سره يې له فرانسې سره خپل تړول چې د ميلياردونو ډالرو ارزښت درلود لغوه کړ.
فرانسې د اسټراليا او امريکا ترمينځ پدې هوکړې خواشيني څرګنده کړه او له دواړو هيوادونو څخه يې خپل سفريران بيرته خپل هيواد ته وغوښتل.
د اسټراليا لومړی وزير سکاټ موريسن د يکشنبې په شپه بيرته اسټراليا ته راستون شو او پر خپل فيسبوک پاڼه يې امريکا ته سفر ګټور وباله او هم يې خپل ۱۴ ورځې هوټل کې قرنطين کيدو خبر ورکړ.
د اسټراليا روغتيايي تدابيرو له مخه هر هغه کس چې له بهر څخه اسټراليا ته راځي هغوی بايد ۱۴ ورځې په هوټل کې قرنطين شي.
لومړي وزير سکاټ موريسن ويلي، چې له هوټل څخه به خپل کار ته ادامه ورکوي او که فوکس به يې د لا ډيرو اسټراليايانو واکسين کيدل وي.

