Watch FIFA World Cup 2026™

LIVE, FREE and EXCLUSIVE

اسټراليايي چارواکي: د اسټراليا لوی ښارونه کيدای شي وتړل شي

ايټاليا، هسپانيه ټول هيواد تړل او ځيني نور هيوادونو خپلو پولو تړلو وروسته اسټراليايي چارواکي وايي، چې د کرونا پيښې ډيريدو سره به لوی ښارونه وتړل شي.

People wear face masks at the Sydney Opera House in Sydney.

People wear face masks at the Sydney Opera House in Sydney. Source: AAP Image/Steven Saphore

د کرونا وايروس د نړۍ نږدې ټول هيوادونه ځپلي او ځينو کې بيا پر ياد وايروس مبتلا کيدو پيښې او هم مړينې کچه چټکۍ سره په ډيريدو ده.

نن سهار د اسټراليا روغتيا برخې مشر له ای بي سي شبکې سره خبرو دوران کې وويل، مونږ پر ټولو لارو غور کوو او هغې کې د ښارونو تړل هم شامله دي لکه د سيدني ښار تړل.

هسپانيه چې دا مهال ټول هيواد تړل شوی په تيرو ۲۴ ساعتو کې د کرونا وايروس قربانيانو شمير څو برابره لوړ شو.

بله خوا ډونالډ ټرمپ چې کرونا وايروس لپاره معاينه شوې وه د معاينې پايلې منفې وې معنی داچې ټرمپ پر کرونا وايروس مبتلا ندی.

دا مهال اسټراليايان کولی شي ترڅو عامه ټرانسپورت او هم خپل ورځنی ژوند نورمال مخې ته يوسي ولې حالت هر ساعت کې بدليدلی شي.

له اسټراليايانو غوښتل شوي ترڅو دې ټولنيز مسايلو کې فاصله غوره کړي، يو بل ته له لاس ورکولو او هم غونډو کې له ګډون څخه ډډه وکړي.

د کرونا وايروس څخه د ځان ساتلو يواځينی لار خپل صفايي ساتل دي، يعنې په وار وار لاسونه صابون سره پريمينتل او خپل خولې او مخ ته لاس نه وړلو سره تاسې خپل ځان ژغورلی شئ.

نن او سبا ناستو کې به دا معلومه شي چې ايا اسټراليايي حکومت ښوونځي، پوهنتونونه او نور زده کړې مرکزونه تړي او که نه او يا عامه ټرانسپورټ او ښارونه هم تړل کيږي او که نه دا معلومات به ډير ژر له اسټراليايانو سره شريک شي.

 


2 د لوستلو وخت

خپور شوی په

By SBS Pashto

سرچینه: SBS



Share this with family and friends


Follow SBS Pashto

Download our apps

Watch on SBS

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service

Watch now