اسټراليا کې د کرونا وايروس وبايي حالت ته چمتوالی روان دی او خلک ضروري توکي ذخيره کوي

اسټراليا کې د روغتيا برخې چارواکي له هغه څه چې يې ويره لرله ورسره مخامخ شول.

Empty shelves at supermarket as people stockpile due to the fear of the new coronavirus, in Pioltello near Milan, Italy, 24 February 2020.

Source: AAP Image/EPA/ANDREA CANALI

لومړي ځل لپاره اسټراليا کې يو ډاکټر پر کرونا وايروس مبتلا شو.

دا مهال له ايران څخه راغلي مسافرو کې ياد وايروس په ډيره کې موندل کيږي او همدا وجه ده چې اسټراليا له ايران سره د وګړو تګ راتګ باندې بشپړ بنديز ولګاوه.

له ايران څخه راغلی په يو ۴۳ کلن سړي کې دا وايروس پيدا شو او له هغه وروسته ياد وايروس يې خور ته انتقال شو او له خور څخه يې بيا يوې روغتيا برخې کار کوونکې ته انتقال شو.

يعنې کرونا وايروس اوس کومې جغرافيې پورې محدود نه دی چې ځيني وخت روغتيا برخې پوهانو ګومان کاوه ترڅو ځينو هيوادو ته سفر کولو سره به خلک پر ياد وايروس مبتلا کيږي ولې اوس له چين څخه بهر نورو هيوادو کي هم د خلکو تر مينځ ليږد يې په چټکۍ سره پر مخ روان دی.

اسټراليا کې بيا خلک د کرونا وايروس وبا ته چمتوالی نيسي او اړين توکي ذخيره کوي.

اسټراليا کې د روغتيا برخې پوهان وايي، دا ښه کار دی چې کورنۍ خپل ځانو ته ځيني توکي ذخيره کړي ولې لدې کار سره بايد وارخطايي رامينځته نشي او نه دې د سوپر مارکيټونه تش کړي.

د اسټراليا نيو ساوت ويلز ايالت سيدني ښار کې لومړي ځل لپاره له انسان څخه بل انسان ته د کرونا وايروس ليږد پيښه تائيد شوه.

دا مهال ياد بيماران ويسټميډ روغتون کې درملنې لاندې دي.

اسټراليا کې دا مهال ۴۰ کسان پر کرونا وايروس مبتلا دي او يو کس له يادې بيمارۍ خپل ژوند له لاسه ورکړی.

اسټراليا کې له خلکو غوښتل شوي چې لدې وروسته دې يو بل ته لاس نه ورکوي او خپل لاسونه دې تل پريمينځي او پاک دې وساتي.

اسټراليا روغتيا څانګې مشر برينډان مورپهي وايي، اوس دا نا ممکنه شوې چې له بهر څخه اسټراليا ته د کرونا داخليدو مخه ونيول شي.

تر دې دمه کرونا وايروس له ۳۰۰۰ ډير کسان وژلي او له ۹۰،۰۰۰ څخه ډير پر ياد وايروس مبتلا دي.

دا مهال د چين پر پرتله د نړۍ نورو هيوادو کې د ياد وايروس خپريدل چټکي سره روان دی.

 


شریکول

خپور شوی په

اپډیټ شوی په

لخوا SBS Pashto, Abdullah Alikhil
سرچینه: SBS

Follow SBS Pashto

Download our apps
SBS Audio
SBS On Demand

Listen to our podcasts
Independent news and stories connecting you to life in Australia and Pashto-speaking Australians.
Ease into the English language and Australian culture. We make learning English convenient, fun and practical.
Get the latest with our exclusive in-language podcasts on your favourite podcast apps.

Watch on SBS
SBS World News

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service