روژې مياشت لپاره د اسټراليا د لومړي وزير انتوني البنيزي پيغام

"د اسټرالیا ټولو مسلمانانو ته د روژې د مبارکې میاشتې پيليدو مبارکي وایم."

Federal Opposition Leader Anthony Albanese addresses media during a press conference.

Federal Opposition Leader Anthony Albanese addresses media during a press conference. Source: AAP

د اسټراليا لومړي وزير انتوني البنيزي ټولو مسلمانانو ته د روژې مبارکې مياشتي پيليدو مبارکۍ لپاره رسمي پيغام خپور کړ.

اسټراليا کې مسلمانان راتلونکې پنجشنبه د روژې د مياشتې پيل کوي او لومړی روژه نيسي.

د اسټراليا لومړي وزير انتوني البنيزي په خپور شوي پيغام کې ويلي، " د روژې مياشت دغه تجربه مسلمانان عبادتونو، خدماتو او ميلمه پالنې له لارې سره نږدې کوي، او دا هغه وخت دی چې مسلمانان دمه کوي کوي ترڅو خپلو ملګرو او کورنيو سره هم نږدې شي."

ښاغلي لومړي وزير خپل پيغام کې روژې په اړه ويلي چې دا " پر وجود لوږې راوستلو له لارې خپل روح احساسولو په معنی ده."

هر کال د اسټراليا لومړی وزير او نور ځايي وزيران او پارلمان غړي د روژې او اختر پيغامونه په اسټراليا کې ميشتو مسلمانانو ته استوي.

د اسټراليا په تاريخ لومړي ځل لپاره دا مهال په کابينه کې لومړی مسلمان وزير دنده ترسره کوي او هم په سنا مجلس کې لومړنۍ حجاب لرونکی افغانه اسټراليايي فاطمه پيمان هم د اسټراليايانو او مسلمانانو استازيتوب کوي.

لومړي وزير انتوني البنيزي وويل، " زه په تمه يم ترڅو مسلمانو وزيرانو هر يو ايډ سوک، ان علي او همدا راز سناتورې فاطمه پيمان سره يوځای روژه ماتې وکړم."

Labor Senator Fatima Payman
Labor Senator Fatima Payman Source: AAP / AAP/MICK TSIKAS

ښاغلي البنيزي وويل،" زه فخر کوم چې داسې يو حکومت مخې ته وړم چې په هغې کې مسلمان وزيران شتون لري او د اسټراليا په عصري تاريخ کې د تنوع او ګډ باورونو لرونکو استازو سره لمانځنې کووم.

———————————————————————————

زموږ د فیسبوک پاڼې له لارې د مرکو او راپورونه اورېدولو ته دوام ورکړئ.

د آسټرالیا د تازه خبرونو او په زړه پورو موضوعاتو لپاره همدا اوس زمونږ ویب پاڼې ته ولاړ شئ.

که چېرې غواړئ په انګلیسي ژبه زمونږ خپرې شوې مقالې ولولئ، مهرباني وکړئ دلته کلیک کړئ

زمونږ خپرونه دلته زمونږ پر ویب پاڼه یا هم د اس بي اس پر اپلیکیشن واورئ. تاسو کولای شئ د اس بي اس اپلیکیشن په وړی اتوګه له اپل سټور یا ګوګل پلې څخه ترلاسه کړئ.


2 د لوستلو وخت

خپور شوی په

By SBS Pashto

سرچینه: SBS



Share this with family and friends


Follow SBS Pashto

Download our apps

Watch on SBS

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service

Watch now