يو پوځي چې د ای بي سي شبکې لخوا خپاره شوي ټلويزيوني رپوټ کې وښودل شو کوم چې عام افغانان وژني د اسټراليا امنيتي ادارو لخوا وپيژندل شو او له دندې ګوښه شو.
د ای بي سي فور کارنرز پروګرام روانه اونۍ يو ويډيويي پروګرام وړاندې کړ په کوم کې چې د ځينو ځانګړو ځواکونو پر خوله لګيدلو کامرو څخه ويډيوګانې خپرې کړې.
په يوې ويډيو کې ښودل کيږي چې اسټراليايي پوځي ګومان کيږي يو عام کس په ډزو وژني.
دا پيښه په ۲۰۱۲ کال کې ريکارډ شوی.
د اسټراليا ځانګړو ځواکونو يو پوځي چې افغانستان کې يې دنده ترسره کړې له ای بي سي شبکې سره ځانګړې مرکه کې وويل چې نوموړي درسې داسې پيښې پر خپلو سترګو ليدلي په کوم کې چې عام افغانان وژل شوي.

د اسټراليا دفاع وزارت د پينجشنبې په شپه وويل، ياد پوځي چې ويډيو کې ښودل شوی د ياد وزارت لخوا پيدا او له دندې ګوښه شو.
اسټراليا کې د افغانستان سفارت يوې اعلامې خپرولو سره د ياد فلم خپريدو په اړه خواشيني څرګنده کړې او د يادو ادعا شوو جنګي جنايتونو هر اړخيز پلټنې غوښتنه يې کړې.

"د اسټراليا دفاع وزارت په خپاري شوي بيان کې ويلي، اسټراليايي ځواکونه خپل ماموريت د يو سخت مخامخ کيدو قانون او د کلتوري او قومي مسايلو په نظر کې نيولو سره قانوني اخلاقو په رڼا کې ترسره کوي.
د ياد وزارت په وينا، د دفاع وزارت کارکوونکي تل لومړيتوب لري او د هغوی له دندې لرې کولو او هم کورنيو حالت هوساينه يادې ادارې ته لومړيتوب لري.
د اسټراليا دفاع وزيرې ليندا رينولدز افغانستان کې ادعا شوی جنګي جنايت پيښه پلټنې لپاره د اسټراليا فدرال پوليسو ته ليږلې .

