د نړۍ اسټاک اکسچينج مارکيټونه هره ورځ ميلياردونو ډالرو تاوان سره مخ دي او يوازې اسټراليا د کرونا وايروس له امله تر دې دمه نږدې ۴۰۰ ميلياردو ډالرو تاوان سره مخ شوی.
نړۍ کې د تيلو قيمتو کې کمی او د تيلا صادرونکو هيوادو بې پايلې ناستې يو ځل بيا د نړۍ مارکيټونه له ستر تاوان سره مخ کړي.
يواځې نن د اسټراليا اسټاک اکسچينج ۱۴۰ ميلياردو ډالرو له تاوان سره پرانيستل شو.
دا د نړۍ اقتصادي بحران چې په ۲۰۰۸ کال کې نړۍ ته ټکان ورکړ وروسته تر ټولو ډير تاوان دی چې ياد مارکيټ ورسره مخ کيږي.
د تيلو توليدونکي هيوادونه يوه ناسته پدې مقصد وکړه ترڅو د د تيلو توليد کې کمی راولي چې وشي کولی نړۍ کې د تيلو لويدلی قيمت بيرته لوړ کړي ولې دا ناسته له کومې پهوکړې پای ته ورسيده او سعودي عرب اعلان وکړ چې د تيلو توليد کې به ډيروالی راولي.
د اسټراليايي ډالرو ارزښت راټيټ او دا مهال د امريکايي ډالرو پر وړاندې يو اسټراليايي ډالر ۶۵.۴ تبادله کيږي.

