د افغانستان جګړه چې افغانانو او هم بهرنيانو لپاره يوه تر ټولو پيچلې جګړه ګڼل کيږي د ډيرو پوځيانو او هم ملکي کسانو پر ژوند يې ناوړه اغيزې شيندلي.
افغانستان چې د نړی تر ټولو نا امنه هيواد بلل شوی هره ورځ نظاميان او عام خلک د جګړې له امله وژل کيږي.
د افغانستان جګړه کې د بهرنيو ځواکونو ښکيلتيا له يوه خوا افغان امنيتي ځواکونو سره د ترهګرو خلاف جګړه کې يې ډيره مرسته وکړه او دا مرسته روانه ده ولې بله خوا همدا بهرني ځواکونو ګومان کيږي چې افغانستان کې په ډيرو درنو جرمونو کې ښکيل دي.

ځيني پوځيان چې له خپل ماموموريت څخه وروسته بيرته خپلو هيوادو ته ستانه کيږي دوی بيا د شوو جرمونو بوج نشي زغملی او همدا ده چې ځيني يې له رواني ستونزو سره مخ کيږي او يا ځان وژنه کوي او يا هم ځيني يې ترسره شوو جرمونو او وژنو رازونه بربنډوي.
د اسټراليا کومانډو ځواک يو سرتيری کيوين فروسټ درې کاله وړاندې يې د اسټراليايي ځواکونو لخوا ګومان کيږي د ترسره شوو جرمونو څخه پرده پورته کړه.
هغه مهال کيوين وويل، "زه نه غواړم چې لدې بوج سره نور وخت تير کړم او پر خپلو ترسره شوو جرمونو اعتراف کووم، او غواړم نور اسټراليايي پوځيان هم اعتراف وکړي."
کويوين يوازې هغه کس ندی چې ګومان کيږي د رواني تکليف له امله يې ځان وژنه وکړه.
د ۲۰۰۱م کال راهيسې له ۴۰۰ ډيرو پخوانيو او هم برحاله اسټراليايي پوځيانو ځانوژنې کړي.
اسټراليايي پوځيان کوم چې له بهرنيو جګړو وروسته بيرته اسټراليا ته ستانه شوي ډير شمير يې له رواني ناروغۍ سر ټکوي.
۴۵ کلن اسټراليايي کومانډو کيوين هم له هغه ډله پوځيانو څخه وه کوم چې بهرنيو جګړو کې ښکيلتيا ورته رواني ستونزه پيدا کړې وه.
له ای بي سي شبکې سره لومړي ځل لپاره خبرو دوران کې کيوين، د ترسره شوو جرمونو اعتراف ترڅنګ دا وويل، چې بايد د اسټراليا حکومت لخوا بندي شي.
د اسټراليا لومړی وزير سکاټ موريسن، بيا د اسټراليايي پوځيانو ځانوژنې مسلې څيړلو لپاره د رويال پلټنې کميسيون جوړيدو خبر کوي ترڅو دا پوځيانو ځانوژنې مسله له نږدې وپلټي.
په ۲۰۱۶ کال کې چې کله کيوين افغانستان کې د يوې پيښې په اړه خبرې کولی ای بي اس شبکې ته يې وويل، "ما يو کس بندي کړی وه، ولې دا مې په ياد ندي چې هغه بندي خپل لاسونه خلاص کړي ول او يا له وژل کيدو وروسته يې لاسونه خلاص کړای شول. ياد بندي پر سر پر مرمی وويشتل شو او ووژل شو."
افغانستان کې د اسټراليايي پوځيانو ماموريت او ادعا شوي جنګي جرمونو پلټنه ډير په پټه روانه ده.
دا معلومه نده چې ددې پلټنې پايلې به کله خپرې شي.
د افغانستان جګړه کې پر اسټراليايي پوځيانو د لا ډيرو درنو جرمونو ترسره کولو تور دی.

