مهم ټکي:
- نوی راپور ښیي چې چینایي سیلانیانو د ویزو ترلاسه کولو لپاره څلور میاشتې انتظار ویستلی دی.
- د کووید-۱۹ له وبا وروسته د هغو سیلانیانو په شمېر کې هم کموالی راغلی چې غواړي آسټرالیا ته سفر وکړي.
- د ځینو هېوادونو اوسېدونکي د نورو په پرتله زیاته موده انتظار باسي.
د آسټرالیا د کورنیو چارو وزارت په یوه نوي راپور کې لیدل کېږي چې د ۲۰۲۱ کال د نومبر په لومړۍ نېټه، د دغه هېواد د پولو له خلاصېدو وروسته د ویزو د غوښتنلیکونو د ارزولو چارې ځنډېدلي دي.
دغه راپور همدا راز د هغو کسانو په شمېر کې د پام وړ کموالی ښیي چې د آسټرالیا د سیاحت او سوداګرۍ ویزو ته غوښتنلیکونه سپاري.
دغه راپور ښيي چې ۷۵ سلنه د سیاحت ویزې په ۵۹ ورځو کې ارزول شوي، پداسې حال کې چې په ۲۰۱۹ کال کې په ۱۶ ورځو کې ارزول کېدلې.
د سیاحت ویزو لپاره د غوښتنلیکونو د ارزولو موده هم ۱۵ ورځو ته زیاته شوې، پداسې حال کې چې پخوا دغه ویزې په ۷ ورځو کې ارزول کېدې.

د کورنیو چارو وزارت په راپور کې راغلي چې د ۲۰۱۹ کال کې د اپریل او جون میاشتو ترمنځ ۱.۳ میلیونه کسانو د آسټرالیا د سیاحت ویزو لپاره غوښتنلکونه سپارلي وه، مګر له وبا وروسته په همدې مودې کې شاوخوا ۶۹۵ زره کسانو ویزو ته غوښتنلیکونه سپارلي دي.
په همدې حال کې د ځینو هېوادونو اوسېدونکيد نورو په پرتله د ویزو ترلاسه کولو لپاره ډېره موده انتظار باسي.
د ځینو هېوادونو اوسېدونکو لپاره د انتظار موده زیاته ده
راپور ښيي چې د اپریل او جون میاشتو ترمنځ د چین هېواد اوسېدونکو د سیاحت ویزو ترلاسه کولو لپاره ۹۰ ورځې انتظار ویستلی دی. پداسې حال کې چې له وبا مخکې به ویزې په ۹ ورځو کې ورکول کېدې.
د یادولو وړ ده چې دغه ګزارش کې هغه موده ښيي چې د لیبر کونډ ټاکنې نه وې ګټلې او سکاټ موریسن د آسټرالیا لومړی وزیر وه.
د کورنیو چارو وزارت یوه ویاند اس بي اس ته ویلي چې د پخوانیو غوښتنلیکونو د شتون له امله، د انتظار موده کمول به وخت ونیسي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند وايي چې د نوې پالیسي پلي کوي سره به د ویزو ارزونه آسانه شي.
خو د دغه وزارت وياند، د چينايانو د ویزو د زيات ځنډ لامل نه دی ښودلی.
د هغه په وینا، د جون له لومړۍ نیټې راهیسې نږدې ۲.۸ ملیون لنډمهاله او د کډوالۍ ویزې صادرې شوي.
د البنیزي حکومت اعلان کړی چې د ویزو د انتظار مودې کمولو لپاره یې شاوخوا ۳۶ میلیونه ډالر مصرف کړي ترڅو ۵۰۰ کسان د ۹ میاشتو لپاره په دنده وګماري.

د کورنیو چارو وزارت وایي، د مې میاشتې له لومړۍ نیټې څخه یې ۲۶۰ اضافي کارمندان هم استخدام کړي ترڅو د لنډمهاله ویزو د غوښتنلیکونو پروسه ګړندۍ کړي او هغه افسران چې دمخه یې د سفر معافیت په صادرولو تمرکز درلود د ویزې ارزولو څانګې ته بېرته ا لیږل شوي.
خو تر اوسه څرګنده نه ده چې آیا د دغه وزارت د کارکوونکو شمېر بېرته د کرونا له وبا مخکې حالت ته رسېدلی او که نه؟

