اسټرالیایانو ته خبرداری ورکړل شوی چې د منځني ختیځ یو شمېر هېوادونو، لکه اسراییل، لبنان، بحرین، کویټ، قطر او متحده عربي امارات ته له سفر څخه ډډه وکړي.
همدا راز اسټرالیایانو ته خبرداری ورکړل شوی چې ایران ته سفر ونه کړي او که په ایران کې وي نو ژر تر ژره دې ووځي.
د اسټرالیا د بهرنیو چارو وزېرې، پیني وانګ ویلي ځینې هغه سیمې چې د ایران لخوا پرې بریدونه شوي "د جګړې برخه نه وې".
وانګ ویلي: "موږ له ایران څخه غواړو چې خپل بې توپیره بریدونه ودروي."
"زه به اسټرالیایانو ته ووایم، دا یوه سخته دوره ده. راتلونکې ورځې به سختې وي او موږ به خپله هڅه وکړو چې هغه معلومات درکړو چې موږ یې تاسو ته رسولی شو."
د اسټرالیا د هغو اتباعو لپاره چې غواړي بېرته خپل هېواد ته ستانه شي، د بیرته ستنیدو د الوتنو د احتمال په اړه، وانګ وویل چې د سیمې شاوخوا هوایی ډګرونه تړل شوي دي.
"تاسو به لیدلي وي چې موږ مخکې هم څو ځلې په دې وضعیت کې پاتې شوي یو. موږ تل هڅه کړې چې هر ممکن ګام واخلو ترڅو د اسټرالیایانو ملاتړ وکړو. په دې وضعیت کې، هوايي فضا تړل شوې ده."
د اسټرالیا حکومت د ایران پر وړاندې د متحده ایالاتو د پوځي اقدام ملاتړ کړی. خو د اسټرالیا د بهرنیو چارو وزېرې پیني وانګ په اډېلېډ کې د خبري کنفرانس پرمهال ویلي چې اسټرالیا د ایران پر ضد په بریدونو کې برخه نه ده اخیستې.
وانګ ویلي: "موږ له خپلو شریکانو سره په تماس کې یو."
"موږ نه غواړو چې دا په یوه پراخه سیمه ییزه شخړه بدل شي."
وانګ دا هم ویلي چې اسټرالیا ته له بریدونو دمخه خبر نه و ورکړل شوی.
د اسټرالیا پوځ د متحده عربي اماراتو په شمول، د منځني ختیځ په ځینو برخو کې ځای پر ځای دی.
اسراییلو او متحده ایالاتو د شنبې په ورځ پر ایران بریدونه پیل کړي دي.
د دغو بریدونو له پیل وروسته ایران پر اسراییلو او یو شمېر ګاونډیو خلیجي هېوادونو توغندیز بریدونه پیل کړي دي.

