د اسټرالیا په ډیریو برخو کې د تودوخې د څپې خبرداری ورکړل شوی او په راتلونکو ورځو کې لږ تر لږه په څلورو ایالتونو کې تودوخه له ۴۰ درجو څخه پورته اټکل شوې ده.
د هوا پېژندنې ادارې (BoM) د نیو ساوت ویلز، وېکټوریا، لویدیځې اسټرالیا، سویلي اسټرالیا، تزمانیا او مرکزي سیمې په ځینو برخو کې د تودوخې د سختې څپې خبرداری ورکړی.

په نیو ساوت ویلز کې، د تودوخې شدیده څپه به پراخه شي او د اوونۍ له نیمایي څخه تر وروستیو پورې به لوړه شي، چې اعظمي تودوخه به یې له دیرشو څخه تر څلویښتو درجو پورې وي.
د وېکټوریا ایالت د ځینو سیمو لپاره د تودوخې درجه له ۴۰ سانټي ګراډه پورته اټکل شوې ده. د پنجشنبې له ورځې به د دغه ایالت په سویل کې اعظمي تودوخه له ۴۰ درجو کمه وي، مګر د دغه ایالت په شمال کې به د تودوخې درجه له ۴۰ درجو پورته وي.
د وېکټوریا ایالت په میلډورا کې به د تودوخې درجه ۴۶ سانټي ګراډه ته ورسېږي.
په سویلي اسټرالیا کې هم د تودوخې درجه له ۴۰ درجو پورته اټکل شوې ده. د چهارشنبې په ورځ به په اډېلېډ کې تودوخه ۴۱ سانتي ګراده ته لوړه شي.
لوېدیځه اسټرالیا ممکن حتی ګرمې ورځې تجربه کړي. د هوا پېژندنې ادارې وړاندوینه کړې چې د دغه ایالت په شمال لویدیزو ځینو برخو کې به تودوخه نږدې ۵۰ درجو ته لوړه شي.
زموږ د فېسبوک پاڼې له لارې د مرکو او راپورونه اورېدولو ته دوام ورکړئ.
د آسټرالیا د تازه خبرونو او په زړه پورو موضوعاتو لپاره همدا اوس زموږ ویب پاڼې ته ولاړ شئ.
که چېرې غواړئ په انګلیسي ژبه زموږ خپرې شوې مقالې ولولئ، مهرباني وکړئ دلته کلیک کړئ.
د اس بي اس پښتو خپرونه دلته زمونږ پر ویب پاڼه یا هم د اس بي اس پر اپلیکیشن واورئ. تاسو کولای شئ د اس بي اس اپلیکیشن په وړیا توګه له اپل سټور یا ګوګل پلې څخه ترلاسه کړئ.

