د آسټرالیا هغه اوسېدونکي چې له ۶۰ کلونو لوی عمر لري کولای شي د فایزر او مډرنا شرکتونو واکسین ترلاسه کړي

د آسټرالیا ټول هغه اوسېدونکي چې له ۱۲ کلونو لوی عمرونه لري کولای شي له نن (جمعه) څخه د فایزر او مډرنا شرکتونو د کرونا واکسین ترلاسه کړي.

A man receives a COVID-19 vaccine at a pop-up drive through vaccination clinic at Belmore Oval, in Sydney, Friday, September 17, 2021.

A man receives a COVID-19 vaccine at a pop-up drive through vaccination clinic at Belmore Oval, in Sydney, Friday, September 17, 2021. Source: AAP

د آسټرالیا حکومت اعلان کړی چې تر دې وورسته هغه کسان هم کولای شي د فایزر او مډرنا شرکتونو واکسین ترلاسه کړي چې تر ۶۰ کلونو لوی عمرونه لري. د حکومت له دغې پرېکړې سره کېدای شي شاوخوا ۳۰۰ زره لوی عمر لرونکي اسټرالیایانو د کرونا واکسین ترلاسه کړي.

د آسټرالیا فدرال حکومت وايي چې اوسمهال د ټولو آسټرالیایانو لپاره کافي اندازه واکسین شتون لري ترڅو د خپلې خوښې واکسین ترلاسه کړي.

د آسترالیا د فدرالي حکومت د روغتیا وزیر ګرېګ هنټ پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې د جمعې له ورځې څخه د آسټرالیا هغه اوسېدونکي چې له ۶۰ کلونو لوی عمرونه کولای شي د فایزر او مډرنا شرکتونو واکسین ترلاسه کړي.
ښاغلي هنټ خبریالانو ته د خبرو پرمهال ویلي چې دا د هغو کسانو لپاره چې له ۶۰ کلونو لوی عمرونه لري یو فرصت دی ترڅو وړاندې راشي او واکسین ترلاسه کړي.

هغه وايي : "دغه واکسینونه - که هغه آسټرا زنیکا، فایزر یا مډرنا دی. د دغو له ډلې څخه هر یو واکسین، ستاسو ژوند ژغورلی شي او د هغو ژوند ژغورنه کوي چې ستاسو شاوخوا ته دي."

"مهرباني وکړئ انتظار مه کوئ، مهرباني وکړئ ځنډ مه کوئ، مهرباني وکړئ مخکې راشئ."
په آسټرالیا کې تر دې دمه د کرونا وېروس شاوخوا ۲۸ میلیونه ډوزه واکسین د دغه هېواد په ایالتونو او سیمو کې تطبیق شوی دی.

د آسټرالیا د روغتیا وزارت لخوا خپرې شوې شمېرې ښيي چې د سپتمبر تر ۲۹ نېټې پورې د آسټرالیا ۷۷.۸ سلنه کسانو لږ ترلږه د کرونا ویروس یو ډوز واکسین ترلاسه کړی وه. مګر ۵۴.۲ سلنه کسانو بیا د کرونا وېروس دواړه ډوزه واکسین ترلاسه کړی.


شریکول

2 د لوستلو وخت

خپور شوی په

سرچینه: AAP, SBS




Share this with family and friends


Follow SBS Pashto

Download our apps
SBS Audio
SBS On Demand

Listen to our podcasts
Independent news and stories connecting you to life in Australia and Pashto-speaking Australians.
Ease into the English language and Australian culture. We make learning English convenient, fun and practical.
Get the latest with our exclusive in-language podcasts on your favourite podcast apps.

Watch on SBS
SBS World News

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service