د کرونا ویروس له امله کیدای شي د نړۍ ځینو هېوادونو ته له سفر وروسته بند پاتې شئ

د کرونا ویروس په ډېر تېزوالي سره د خپرېدو په حال کې ده.

Qantas plane

Qantas Airways Limited is the flag carrier of Australia Source: AAP

په تېرو څو اوونیو کې له ۸۰ زرو څخه زیات کسان د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې په کرونا ویروس اخته شوي. راپورونه ښيي چې تر دې مهاله تر ټولو زیات کسان په چین هېواد کې په دغه ناروغۍ اخته دي خو یاد ویروس په ډېر تېزوالي سره دخپرېدو په حال کې ده. له چین وروسته په جاپان ، سویلي کوریا، ایټالیا او ایران کې زیات کسان په دغه ناروغۍ اخته شوي.

د کرونا ویروس په تېرو څو اونیو کې شاوخوا ۲ زره کسان وژلي او ۳۳ زره کسان په یاد ویروس له اخته کېدو وروسته بېرته ښه شوي دي. تر دې مهاله څه دپاسه دوه زره او پنځه سوه کسانو په چین کې د کرونا ویروس له امله خپل ژوند له لاسه ورکړی او له چین وروسته کرونا ویروس تر ټولو زیات کسان په ایران کې وژلي چې شمېر یې ۲۲ کسانو ته رسېرې.
Coronavirus
Source: SBS
په وروستیو څو ورځو کې د کرونا ویروس یوه پېښه په افغانستان او دوه پېښې په پاکستان کې ثبت شوي. د افغانستان او پاکستان د روغتیا چارواکي باور لري چې په یاد ویروس اخته کسانو په ورستیو اونیو کې ایران ته سفر ترسره کړی وه.

که چېرې تاسو غواړئ، له اسټرالیا څخه بهر سفر وکړئ نو دا مهمه خبره ده ترڅو له سفر مخکې د اسټرالیا د حکومت له وروستیو معلوماتو او مشورو ځان خبر کړئ ترڅو تاسو دخپل بهرني سفر په اړه ښه پریکړه ونیسئ.

د اسټرالیا حکومت ټولو هغو کسانو ته چې جاپان، سویلي کوریا، اندونیزیا، تایلند او ایران ته سفر کول غواړي خبردارۍ ورکړی ترڅو له ډېر احتیاط څخه کار واخلي او یو ځل بیا یادو هېوادنو ته تر سفر مخکې فکر وکړي.

له اسټرالیا څخه بهرنیو هېوادونو ته د سفر پرمهال د احتیاط ترڅنګ دا هم مهمه ده ترڅو د سفر بیمه ترلاسه شي ځکه د بیمې درلودلو پرمهال تاسو کولای شئ د ناروغیو او یا هم د خپل پرواز له لاسه ورکولو پرمهال مالي مرسته ترلاسه کړی. مګر په یاد ولری چې د بیمې له اخیستلو مخکې ځان د بیمي په پالیسۍ سم پوه کړی ترڅو وروسته له ستونزې سره مخ نشئ.

که چېرې تاسو غواړئ، افغانستان یا پاکستان ته سفر وکړئ تر اوسه پورې د اسټرالیا حکومت یادو هېوادونو ته خلک له سفر څخه ندي منع کړي. مګر د کرونا ویروس په ډېر تېزوالي سره د خپرېدو په حال کې ده او ډېر ژر کېدای شي حکومت ځینو هېوادونو ته خلک له سفر څخه منع کړي.

 

SBS and AAP

 


شریکول

خپور شوی په

اپډیټ شوی په

لخوا Tom Stayner

Follow SBS Pashto

Download our apps
SBS Audio
SBS On Demand

Listen to our podcasts
Independent news and stories connecting you to life in Australia and Pashto-speaking Australians.
Ease into the English language and Australian culture. We make learning English convenient, fun and practical.
Get the latest with our exclusive in-language podcasts on your favourite podcast apps.

Watch on SBS
SBS World News

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service