د روسيې او لويديځ هيوادونو کړکيچ ور تر بلې ډيريدو حال کې دی او روسيې خپل له ۱۰۰،۰۰۰ ډير پوځيان د اوکرايين سره پر پوله ځای پر ځای کړي.
د امريکا او روسي ديپلوماتانو خبرې بې پايلې ګڼل شوي او دواړو هيوادونو يو بل ته د سخت غبرګون خبرداری ورکوي.
روسيه د لويديځ او امريکا په اوکرايين کې مداخله ځانته خطر ګڼي بله خوا امريکا او اوروپايي هيوادونو بيا روسيې ته پر اوکرايين د هر ډول بريد غبرګون ډير سخت ښايي.
اوکرايين باندې د روسيې احتمالي بريد او جګړې پيل له ويرې امريکا، انګلستان او ځينو نورو هيوادونو له ياد هيواد څخه خپلو ديپلوماتانو او د هغوی کورنيو وتلو امر کړی.
د اسټراليا بهرنيو چارو وزارت څو شيبې وړاندې په اوکرايين کې خپل ټولو اتباعو ته د ژر وتلو امر کړی.
د اسټراليا بهرنيو چارو وزارت په اعلاميه کې راغلي، اسټراليايي اتباع بايد تجارتي الوتکو له لارې ياد هيواد همدا اوس پريږدي ځکه وروسته کيدای چي پروازونه موجود نه وي.
د امريکا لخوا د ۲۰۰ ميليونو ډالرو په ارزښت پوځي تجهيزات اوکرايين ته ورسيدل.
روسيې د کړکيچ کمولو لپاره يې لويديځو هيوادونو ته ځينې غوښتنې وړاندې کړې چې د هغوی لخوا رد شوې.
له ناټو څخه غوښتل شوي چې اوکرايين بايد د ناټو هيوادونو ليسټ کې هيڅکله شامل نشي، د اوکرايين او روسيې پر پوله بايد هيڅ لويديځو هيوادونو پوځي تجهيزات ځای پر ځای نشي او روسيه به له مرکزي او ختيځ اوروپا څخه خپل پوځيان وباسي.
د جمعې په ورځ د امريکا او روسيې بهرنيو چارو وزيرانو ګډه ناسته وکړه چې بې پايلې پای ته ورسيده.

