اسټراليا کې د کويډ-۱۹ کابو او له مينځه وړل، ايالتونو له تمې وړاندې بنديزونو کې نرمښت راوست

له نن څخه به ميليونونه اسټراليايان د کويډ-۱۹ محدوديتونو نرمښت څخه خوند اخلي، ولې هر ايالت کې جلا قانون پلي کيږي.

People in Brisbane this week.

People in Brisbane this week. Source: AAP

 اسټراليا کې له اونيو سخت بنديز او محدوديت وروسته له نن څخه به ځينو ايالتونو کې اسټراليايان د نرمښت شاهده وي. د چارواکو لخوا لګول شوو بنديزونو کې لږ نرمښت راوستلو شاته له کويډ-۱۹ سره د اسټراليا ښه مبارزه او د نوو پيښو ريکارډ په کچه کمښت په ګوته کيږي.

د کويډ-۱۹ لومړيو پيښو اوريدو او د د چين واهان ښار قرنطين ورسته اسټراليا د نړۍ هغه لومړنۍ هيواد وه چې د ياد ښار څخه د خلکو راتګ باندې ولګاوه او هم هغه اسټراليايان چې له ياد ښار او ټوله کې چين څخه اسټراليا ته راتلل هغوی جبري قرنطين کيدل او د کډوالو کمپونه کې ساتل کيدل.

لومړيو کې د حکومت دا ګام د ډيرو نيوکو لاندې راغلی ولې وروسته بيا يې ټولو ستاينه کوله.

د روغتيا چارواکو بيا هر يو کويډ-۱۹ بيمار موندلو سره د هغه نږدې اړيکې خلک پيدا کول او هغوی يې ۱۴ ورځو لپاره قرنطين کول.

د کيسونو معلومول ا هغه قرنطين کول کويډ-۱۹ برخه کې د اسټراليا د کاميابې مبارزې اصلي لامل په ګوته کيږي.

په تيرو دريو مياشتو کې د اسټراليا حکومت وخت تيريدو سره نوي تدابير وړاندې کړل کوم چې دواړي د ويروس کنټرول او هم اقتصاد حرکت لپاره ګټور ثابت شول.

اسټراليا کې تر دې دمه شاوخوا ۶۷۶۶ کسان پر کرونا ويروس مبتلا شوي چې له هغو څخه ۵۷۲۸ يې روغ شوي

اسټراليا کې بيا ۹۳ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او تر اوسه ۵ لکه او ۷۳ زرو کسانو معاينه شوې.



.له نن څخه پيل د اسټراليا لاندې ايالتونو کې د کويډ-۱۹ قوانينو کې بدلونونه راځي

نيو ساوت ويلز

د اسټراليا نيو ساوت ويلز ايالت د ټول اسټراليا د کويډ-۱۹ مثبتو پيښو نيمايي شمير جوړوي او يو مهال ياد ايالت کې د ټولنې خلکو ترمينځ د کويډ-۱۹ ليږد انديښنې ډيرې کړې وې ولې اوس داسې بريښي چې حالت کابو شوی او د کويډ-۱۹ لوړه څوکه هواره شوې.

له نن څخه د نيو ساوت ويلز ايالت کې دوه لويان سره د ماشومانو يې اجازه لري ترڅو د يو بل کور ته لاړ شي.

د نيو ساوت ويلز ايالت صدراعظمه ګلاديس بيريجيکليان اعلان وکړ، چې له نن وروسته به خلک خپل کور، کار لپاره، ښوونځي ته تګ لپاره، د شيانو اخيستلو لپاره، روغتيا خدمتونو ترلاسه کولو لپاره او هم يو وخت کې دوه کسان سره د ماشومانو يې د بل چا کور ته تګ اجازه لري.
اغلې بيريجيکليان وايي، داچې يو کس څومره فاصله سفر کولی شي ترڅو د خپل دوستانو کور ته لاړ شي پدې برخه کې محدوديت ندی لګيدلی ولې خلک بايد له مسوليت سره چلند وکړي.

کوينزليند

کوينزليند ايالت کې بيا خلکو ته لدې اونۍ پای څخه اجازه ورکړل شوې ترڅو پارکونو ته لاړي او يا ميلو ته لاړ شي. ياد ايالت کې خلک کولی شي غير ضروري سفرونه يا موټر چلول وکړي.

کوينزليند کې خلک کولي شي خپل له کور څخه ۵۰ کيلو متره لرې سيل لپاره سفر وکړي.

کوينزليند ايالت کې پارکونو يا سيل لپاره تګ يوازې د يو کور غړي کولی شي، معنی داچې پارکونو کې ميلمستياوې او نور ډليزو غونډو باندې بنديز پر خپل ځای دی.

شمال سيمه

د اسټراليا شمال سيمه کې بيا ډيري شيان نورمال حالت ته راګرځي.

له نن څخه پيل، يادې سيمې کې پارکونه، د لامبو ځايونه، کب نيول او داسې نورو اجازه ورکړل شوه.

د شمال سيمې چيف منيسټر، مايکل ګونر وويل، شمالي سيمه کې به رستورانتونه او الکهولو بارونه، کافي شاپ او ورزشي ځايونه به د می مياشت ۱۵ نيټې څخه د ورځې دوو ساعتو لپاره پرانيستل کيږي.

لويديځ اسټراليا

لوديځ اسټراليا ايالت دوشنبې ورځې راهيسې يې ځينو محدوديتونو کې نرمښت راوست.

لويديځ اسټراليا کې اوس ۱۰ کسان کولی شي ورزش، واده او يا جنازې لپاره راټول شي.

لويديځ اسټراليا کې، پارکونو، سيل، کب نيول، کمپنينګ کول او نور سيل کارونو څخه محدوديت لرې شو. ياد ايالت کې د کرونو اخيستلو څخه مخکې د هغو ليدلو اجازه هم ورکړې او بله خوا د رستورانتونو او کلبونو پرانيستلو څخه وړاندې له کار کوونکو غوښتل شوي ترڅو دې صفايي کورس زده کړه وکړي.
Restrictions are starting to be loosened in some states and territories.
Restrictions are starting to be loosened in some states and territories. Source: AAP

ويکټوريا

د اسټراليا ويکټوريا ايالت کې بيا د لګول شوو محدوديتونو لرې کولو يا نرم کولو پريکړه نده شوې او د ياد ايالت حکومت وايي، د می مياشت ۱۱ نيټې وروسته به د محدوديتونو لرې کولو او يا نرمولو پر سر پريکړه کوي.

د ويکټوريا ايالت صدراعظم، ډينيل انډريوز وايي، د کرونا وبا لا ختمه نده او هر ګام بايد له احتياط سره واخيستل شي.
Victorian Premier Daniel Andrews has lost three members of his cabinet in just 24 hours.
Victorian Premier Daniel Andrews addresses the media during a press conference in Melbourne Source: AAP

جنوي اسټراليا، ټازمانيا او مرکزې سيمه

د اسټراليا جنوبي ايالت د محدوديتونو نرمښت پر سر غور کوي ولې تر دې دمه يې کومه پريکړه نده کړې.

بله خوا د ټازمانيا ايالت او مرکزې سيمه يا ACT هم لکه ويکټوريا ايالت په شان د محدوديتونو نرمولو پريکړه لا نده کړې.

دوه کاله محدوديتونه

د ځينو ايالتونو لخوا محدوديتونو کې نرمښت سره بيا هم له خلکو غوښتل شوي ترڅو دې له يو بل څخه ۱،۵ متره فاصله غوره کړي. 

د اسټراليا نشنل پوهنتون استاد پروفيسر پيټر کوليګنن وايي، اسټراليايان کيدای شي راتلونکو مياشتو کې له يو لړ ستونزو سره مخ شي.

 د ښاغلي په وينا، د اسټرالي قسمت ښه وه چې ياد ويروس ډير ونه ځپه، يو خو اسټراليا کې پر غونډو جوړيدو بنديز ولګيد، بله خوا ښه معاينه وشوه، او خلکو خپل لاسونه پريمينځل او د خلکو له يو بل څخه فاصله غوره کړه چې دې ټولو اسټراليا کې مرسته وکړه. ولې اوس محدوديتونو کې نرمښت او د ژمي موسم راتګ سره به حالت لږ څه بد شي او کيدای شي اسټراليا له ښه ځای څخه بد ځای ته لاړ شي.

 

د اس بي اس شبکې ۶۳ ژبو باندې تاسو ته اړين معلومات په يو ځای کې راغونډ  کړي.

sbs.com.au/coronavirus

اسټراليا کې بايد کسان له يو بل څخه ۱.۵ متره فاصله غوره کړي او له دوو کسانو ډير يو وخت کې نشي راټوليدلی.

د کرونا وايروس نښې له يو عادي شکل څخه تر نمونيا يا سينه بغل چې په هغې کې ساه تنګي وي ليدل کيږي.

د کرونا وايروس نښو کې تبه، ټوخی، ستونې درد، سست والی او ساه تنګي شامله وي.

که تاسې له بهر څخه اسټراليا ته راغلي اوسئ او ۱۴ ورځو کې دننه دا نښې ځان کې وګورئ او يا له داسې يو کس سره نږدې اړيکه کې وئ کوم چې د کرونا وايروس يې لرلی وي نو داسې حالاتو کې روغتيايي مرسته ترلاسه کړئ.

که تاسې سوچ کوئ چې د کرونا وايروس لرئ خپل ډاکټر ته مخکې له تګ څخه ټليفون وکړئ او يا د کرونا وايروس لپاره د مرستې ملي شميرې ته ۱۸۰۰۰۲۰۰۸۰ زنګ ووهئ.


شریکول

خپور شوی په

اپډیټ شوی په

لخوا Nick Baker

Follow SBS Pashto

Download our apps
SBS Audio
SBS On Demand

Listen to our podcasts
Independent news and stories connecting you to life in Australia and Pashto-speaking Australians.
Ease into the English language and Australian culture. We make learning English convenient, fun and practical.
Get the latest with our exclusive in-language podcasts on your favourite podcast apps.

Watch on SBS
SBS World News

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service
اسټراليا کې د کويډ-۱۹ کابو او له مينځه وړل، ايالتونو له تمې وړاندې بنديزونو کې نرمښت راوست | SBS Pashto