د اسټراليا ويکټوريا ايالت کې په يو ۵۰ کلن سړي کې د کرونا وايروس شتون تاييد شوی.
ويکټوريا ايالت روغتيا برخې چارواکي وايي، ياد کس د چين هيواد تبعه دی او د جنوری مياشت په ۱۹ نيټه د چين له وهان ښار څخه اسټراليا ته راغلی ياد ښار کې دا بيماري پيدا او نورو ځايونو ته خپره شوه.
د ويکټوريا ايالت روغتيا برخې وزير جيني ميکاکوس وايي، دا مهال اسټراليايي ټولنه له کوم خطر سره مخ نده او خلک دې لدې پيښې سره نه وارخطا کيږي.
ياد بيمار دا مهال قرنتين دی او درملنه يې روانه ده او تر دې دمه د کومې بلې پيښې خبر ندی ورکړل شوی.
اسټراليايي چارواکي به هغه ټول مسافرو سره اړيکه نيسي کوم چې له ياد بيمار سره يوځای الوتکه کې له چين څخه يې اسټراليا ته سفر کړی.
ياد مسافرو به جدي معاينه کيږي.
نيو ساوت ويلز ايالت کې هم روغتيا برخې چارواکي وايي، پينځه کسان د کرونا وايروس لرلو شک له امله دا مهال معاينه کيږي.

د نړۍ يو شمير هيوادونه له چين څخه راغلي مسافر بايو سيکورټي له لارې چک کوي، ولې بيا دا ويره هم شته چې د کرونا وايروس نښې ځينې کسانو کې دوه اونۍ وروسته څرګنديږي.
دا مهال د نړۍ ساينس پوهان هڅه کوي ترڅو د ياد وايروس ضد واکسين رامينځته کړي.
بله خوا د چين هيواد چارواکي وايي، چې ياد وايروس د حيواناتو مارکيټ کې د حيواناتو غير قانوني کاروبار له امله رامينځته شوی او دا وايروس د تير کال ورستيو څخه چټکی سره خپريدو حال کې دی.

