آسټرالیا په افغانستان کې له زلزله ځپلو سره ۱ میلیون ډالر مرسته اعلان کړې

وروسته له هغه چې طالبانو اعلان وکړ چې له زلزله ځپلو سره د خارجي مرستو د توزیع په چارو کې مداخله نکوي، آسټرالیا له زلزله ځپلو سره د همکارۍ په موخه یو میلیون اضافي مرسته اعلان کړه.

Afghan children are seen near debris after a magnitude 7.0 earthquake shook Afghanistan in June 2022.

Afghan children are seen near debris after a magnitude 7.0 earthquake shook Afghanistan in June 2022. Source: Getty

د آسټرالیا د بهرنيو چارو وزيرې، پيني وانګ اعلان وکړ چې د افغانستان له زلزله ځپلو خلکو سره یو میلیون ډالره مرسته کوي او دغه مرستې د هغو ١٤٠ ميليونو ډالرو سربېره دي، چې آسټراليا له افغانستان سره د ۲۰۲۱ کال له سپټمبر مياشتې راهيسې ژمنه کړې ده.

د آسټرالیا د بهرنیو چارو وزرات لخوا په یوې خپرې شوې اعلامیې کې راغلي: "آسټرالیا به د جون د ۲۲ نیټې له ویجاړونکې زلزلې وروسته د افغانستان له خلکو سره د مرستې لپاره د یو میلیون ډالرو اضافي بیړنۍ مرستې برابرې کړي."

"دا د ۲۰۲۱ کال د سپټمبر له میاشتې راهیسې له افغانستان سره د ۱۴۰ میلیونو ډالرو مرستو سربیره ۱ میلیونه اضافي مرسته ده."

SBS News in Macedonian 23 June 2022
Source: AAP Image/AP Photo

د افغانستان په شرقي او جنوبي ولایتونو کې د چهارشنبې د زلزلې له امله د ځپل شویو کسانو شمېر له ۱۰۰۰ کسانو څخه پورته شوی. په یاده زلزله کې یو زیات شمېر کسان ټپیان شوي او په زرهاوو کسانو خپل کورونو له لاسه ورکړي دي.

په آسټرالیا کې مېشت افغانان له زلزله ځپلو سره د مرستې لپاره پیسې را ټولوي ترڅو په افغانستان کې د وروستۍ زلزلې له زخمیانو او د مړه شویو کسانو له کورنیو سره مرستې وکړي. 


2 د لوستلو وخت

خپور شوی په

اپډیټ شوی په


Share this with family and friends


Follow SBS Pashto

Download our apps

Watch on SBS

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service

Watch now