ښاغلي رويټرز خبرې شبکې سره مرکه کې ويلي" دا يو ډير ساده کار دی، زه افغانانو دا موقع ورکووم چې هغوی وخاندي.
افغان چارلي چاپلين وايي چې ما افغانستان کې ترهه ګرو لخوا ځامرګي بريدونه، چاودنې او نور خطرونه ليدلي او وايي دې ناخوالو سره بيا هم زه دې ته ژمن يم تر څو خپل د ژوند اساسي موخو ته ورسيږم.
افغان چارلي چاپلين بيلابيلو ځايو کې او هم ستيج سر باندې مزاحيه پروګرامونه پر مخ وړي.
افغان چارلي چاپلين په داسې حال کې افغانانو ته د خندا ورکولو کوښښ کوي چې دا مهال افغانستان له سخت امنيتي ستونزو سره مخ دی او بيلابيلو ښارونو کې ځانمرګو بريدو او چاودنو زور اخيستی.

کريم اسير وايي چې د اصلي چارلي چاپلين کار او کړنې داسې وې کم چې خلک يې خندول او خلکو خپل غمونه هيرول او زما مقصد هم همدا دی ترڅو له خلکو غم لرې او هغو ته خندا ورپه برخه کړم.
افغان چارلي چاپلين ايران کې کډوال پاتې شوی او دی وايي چې ايران کې په ټلويزيون کې به ده د چارلي چاپلين فلمونه ليدل او له هماغه وخت څخه يې ورسره مينه پيدا شوه.
افغان چارلي چاپلين کريم اسير وايي چې کله يې کورنۍ له ايران څخه افغانستان ته راستنه شوه د کورنۍ انديښنو سره سره ده د چارلي چاپلين په توګه کابل کې خپل کار پيل کړ او پر ډيرو ټولنيزو او نورو برخو کې يې شهرت ترلاسه کړ.
افغان چارلي چاپلين وايي چې د حکومت ضد اورپکو لخوا ګواښل شوی او وته ويل شوي چې دده کار اسلامي ندی، ولې لدې خبردارې او خطر سره بيا هم افغان چارلي چاپلين، په پارکونو، يتيم خانو، شخصي محفلونو او هم خيريه موسسو لخؤا جوړو شوو پروګرامو کې برخه اخلي او خلک خندوي.
ښاغلی کريم وايي چې زه غواړم خپلو خلکو ته د خندا کولو چانس ورکړم ترڅو خپلې ستونزې هيرې کړي.

افغانستان کې اوس موسيقي او هنري کارونه ترسره کيږي ولې د طالبانو حکومت دوران کې ډيري کلتوري کړنې بندې وې او ويل کيده چې دا غير اسلامي دي.
افغان چارلي چاپلين وايي چې زه ددې ويره لرم چې پر ما ځانمرګۍ بريد ونشي، ولې دا ستونزې نشي کولی ما له خپل کار څخه جلا کړي.

