بهارا له طالبانو وتښتېده او استرالیا ته راغله، اوس کرايه ورکولو کې له ستونزو سره مخ ده

د آسټرالیا په ښارونو کې کرايي کورونو ترلاسه کول ډير سخت شوی او د بهارا په څیر د مهاجرینو او پناه غوښتونکو لپاره چې په قانوني توګه نشي کولی کار وکړي یا ښه انګلیسي خبرې وکړي، دا نور هم له کړاوونو ډکه پروسه ده.

A woman in a headscarf looks on with a house seen in the background

Afghan woman Bahara Samimi had to rely on Centrelink payments to pay the rent for her home in Melbourne. Source: AAP / James Ross

Key Points
  • روان کال لومړيو دريو مياشتو کې په ملي کچه د کرایې په قيمت کې ۲.۵ سلنه ډيروالی راغلی.
  • د خالي کورونو شمير هم د ریکارډ په کچه راټیټ شوی ، په ټول هیواد کې د کرایې لپاره ملکیتونو ۱.۱ سلنه شتون لري.
  • د کرایې لوړوالی د ډیری مهاجرینو او پناه غوښتونکو کورونو کرايه کولو مخه نیسي.
افغانستان کې د طالبانو له واک څخه د تیښتې لپاره په یوه پوځي الوتکه کې بهارا اسټراليا ته راغله او ملبورن ښار کې ژوند کوي.

د افغانستان د ښځو د فوټبال د ملي لوبډلې ۲۳ کلنه لوبغاړې او د غاښونو د طب محصله د استرالیا د حکومت له خوا د طالبانو واک ته رسيدو وروسته وایستل شوه.

لومړيو کې بهارا د لنډمهاله محافظت ویزې لرونکې په توګه، هغې ته د کار کولو اجازه نه وه ورکړل شوې او د خپل ژوند ورځني لږښت لپاره يې د حکومت په هوساينې پيسو يا سینټریلنک تکیه وکړه.

هغه وايي: " د يو مناسب او زمونږ اقتصادي حالت سره سم کور پيدا کولو دوه مياشتې وخت ونيوه."

په آسټرالیا کې د کور کرايه کولو سابقه نه درلودل او کار کولو تنخوا رسيد نه وړاندې کولو له وجې بهارا ته کور نه ورکول کيده.
A woman puts a microwave in a kitchen while another woman washes dishes
Afghan woman Bahara Samimi (left) at her home in Melbourne. Source: AAP / James Ross
آغلې صمیمي په پای کې د خپلې یوې همکارې، خپلو دوو وروڼو او خور سره په ډنډینانګ کې د درې کوټې کرايه کور کې ژوند پيل کړ او د مياشتې ۲۰۰۰ ډالر د کور کرايه ده.
"موږ نشو کولی کرایه په خپل وخت تادیه کړو ځکه چې موږ باید د سینټرلینک تادیاتو ته انتظار وباسو او دا ټول د کرایې پيسو ورکړې ترڅنګ د ورځني ژوند لږښت سره په ګډه مونږ کرايه ورکولو کې شاته پاتې کيدلو نو ځکه د کور مالک وويل چې بايد له کوره بهر لاړ شو."

د کرایې ملکیتونو لپاره سيالي ډيره ده

د آسټرالیا په ښاري سیمو کې د مهاجرینو او پناه غوښتونکو ټولنو کې د کرايي کورونو موندل ډير سخت کار دی.

د کرایې نرخونه لوړیږي

د کال په لومړيو درې مياشتو کې د CoreLogic کرایه کولو وروستۍ بیاکتنه په ملي کچه د کرایې لګښت کې ۲.۵ سلنه زیاتوالی ښیې.

کرایه کونکي باید په اونۍ کې اضافي ۵۲ ډالر یا په کال کې ۲۷۰۰ ډالرو څخه ډيره کرايه ورکړي.

بله خوا په ټول اسټراليا کې يوازې ۱.۱ سلنه کورونه کرايې لپاره شتون لري.
د لویدیځ سیډني پوهنتون څیړونکې الیزابیت کانروی وايي، دا لګښت لا هم د ډیرو مهاجرو او پناه غوښتونکو مخه نیسي ترڅو دوی کرايي کورونو کې اوسيدو سابقه ومومي او اعتبار لاسته راوړي.

د يو نوي راپور له مخه له هر وخت څخه ډير اوسمهال کډوال او مهاجر د کرايو په ورکړې کې له ګڼو اقتصادي ستونزو سره مخ دي.

سیډني په آسټرالیا کې د کرایه کولو ترټولو ګران ښار په توګه کینبرا پيژندل کيږي چې په هره اونۍ کې اوسط کرايه ۶۹۹ ډالر ده چې د مياشتې ۲۸۰۰ ډالر کيږي.
تيرو وختونو کې د کنبيرا ښار تر ټولو ګران ښار پيژندل کيده.

اغلې بهارا وويل، ۶ مياشتې مخکې يې د اسټراليا دايمي ويزه واخيستله او اوس يې حالت د پخوا په پرتله ښه ده.
نوموړې اوس د غاښونو د حفظ الصحې کارکوونکې په توګه کار کوي او په اونۍ کې یو ځل د افغان ښځینه فوټبال ټیم Melbourne Victory سره روزنه ترلاسه کوي.

مګر کورنۍ غړو پرته په اسټراليا کې خپل ژوند وضعیت خراب بولي او هيله لري چې کورنۍ يې ژر ورسره يوځای شي.

کورنۍ يې دا مهال په پاکستان کې بند پاتې دي او لا هم ويره لري چې طالبان يې د کورنۍ نور غړي په نښه کړي.

اغلې صمیمي وايي: "تر دې دمه زه دا احساس نه کوم چې اسټراليا زما کور دی، ځکه دا کور زما له مور او پلار پرته خالي او لنډمهاله دی."

———————————————————————————
زموږ د فیسبوک پاڼې له لارې د مرکو او راپورونه اورېدولو ته دوام ورکړئ.

د آسټرالیا د تازه خبرونو او په زړه پورو موضوعاتو لپاره همدا اوس زمونږ ویب پاڼې ته ولاړ شئ.

که چېرې غواړئ په انګلیسي ژبه زمونږ خپرې شوې مقالې ولولئ، مهرباني وکړئ دلته کلیک کړئ.

زمونږ خپرونه دلته زمونږ پر ویب پاڼه یا هم د اس بي اس پر اپلیکیشن واورئ. تاسو کولای شئ د اس بي اس اپلیکیشن په وړی اتوګه له اپل سټور یا ګوګل پلې څخه ترلاسه کړئ.

شریکول

خپور شوی په

وړاندې کوونکی SBS Pashto
سرچینه: AAP

Follow SBS Pashto

Download our apps
SBS Audio
SBS On Demand

Listen to our podcasts
Independent news and stories connecting you to life in Australia and Pashto-speaking Australians.
Ease into the English language and Australian culture. We make learning English convenient, fun and practical.
Get the latest with our exclusive in-language podcasts on your favourite podcast apps.

Watch on SBS
SBS World News

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service
بهارا له طالبانو وتښتېده او استرالیا ته راغله، اوس کرايه ورکولو کې له ستونزو سره مخ ده | SBS Pashto