اسټراليايي پوځي محکمه کې د يو معلول افغان اسير وژل رد کړي

اسټراليايي پوځي بين روبرټس سميت چې د اسټراليا ويکټوريا کراس مډال يې هم ترلاسه کړے پر خپل ځان لګول شوي تورونه ردوي. پر بين ځينو نورو تورونو ترڅنګ يو تور دا دی چې په پښه ګوډ افغان اسير يې نيولو وروسته وژلی.

Ben Roberts-Smith leaves the Federal Court in Sydney on Thursday, 10 June, 2021.

Ben Roberts-Smith leaves the Federal Court in Sydney on Thursday, 10 June, 2021. Source: AAP

اسټراليايي پوځي بن روبيرټس سميت پر ځان لګول شوي تورونه رد کړي چې ګواکې نوموړي په کال ۲۰۰۸ کې په پښه معلول طالب نيولو وروسته نوموړی وژلی.

ښاغلی روبرټس ځينو رسنيو خلاف محکمې ته مخه کړې او د هغوی جريمه کولو کوښښ کوي. 

يادو رسنيو کې Sydney Morning Herald, The Age, The Canberra Times شاملې دي.

محکمې ته ويل شوي چې يادو رسنيو دده شخصيت وژنه کړې او نوموړی يې يو جنايت کار معرفي کړی.

د ياد پوځي خلاف محکمې ته نور پوځيان وړاندې کيږي او شاهدي ورکوي، دا پوځيان  ۲۰۰۹ کال اپريل مياشت کې په ارزګان کې طالبانو خلاف عملياتو کې بوخت ول. محکمې ته ويل شوي چې له رابرټس سميت سره پيکا ورته وسله وه او نوموړي يوې ودانۍ تخليه کيدو وروسته له ودانۍ بهر يو کس وليد چې معلول وه او ورسره ښکاري ټوپک وه.

ښاغلي راپرټس سميت محکمې ته وويل، چې له ياد کس سره په نښته کې شوم.

نوموړي د ياد اورپکي يا طالب وژل او نوموړی يې په ۱۲ څخه تر ۱۵ مرميو ويشتلو ادعا رد کړې.

نوموړی وايي، معلول اورپکۍ يې يوازې دوه مرمۍ ويشتلی او دا ادعا يې هم رد کړې چې د وژل شوي کس جسد يې له ځانسره وړی.

وژل شوي اورپکي يوه پښه پلاستيکي وه او محکمې ته نورو شاهدانو ويلي چې نوموړی اورپکی کنټرول لاندې وه معنی داچې خطر يې نه مخ کوو ولې رابرټس سميت بيا وايي دا حقيقت نه لري او دا ما ډير ناهيلي کوي.
Ben Roberts-Smith leaves the Federal Court in Sydney on Thursday, 10 June, 2021.
Ben Roberts-Smith leaves the Federal Court in Sydney on Thursday, 10 June, 2021. Source: AAP
محکمې ته ويل شوي چې د وژل شوي طالب پلاستيکي پښه د يو بل پوځي لخوا د اسټراليا ځانګړو ځواکونو الکهولو څښلو مرکز کې کارل شوې او هماغه پلاستيکي پښه کې به شراب څښل کيدل.

رابرټس سميت وويل، ما په هغه پلاستيکي پښه کې الکهول ندي څښلي.

محکمه ته وويل شول چې رابرټس سميت په ايسټ ټيمور هيواد کې په کال ۱۹۹۹ کې ماموريت ترسره کړی او بيا افغانستان کې يې ۶ کاله ځانګړو ځواکونو قطعه کې دنده ترسره کړې.

بين رابرټس سميت په کال ۲۰۱۳ کې خپل پوځي دنده پريښوده او ځانته يې شخصي کاروبار جوړ کړ.

بين رابرټ سميت خلاف د جنګي جنايتونو د قضيې مخې ته وړونکی وکيل Nicholas Owens SC  وايي، د بين خلاف ټول شواهد د سالمو کسانو لخوا وړاندې شوي او د نوموړي وژنې پيښي د جګړې تاوده ميدان کې ندي ترسره شوي بلکې وژل شوي کسان کنټرول لاندې ول.

ښاغلي Nicholas  وويل، د ځانګړو ځواکونو ياد پوځي بين رابرټ سميت خلاف به د نوموړي پخواني همکارانو او ځايي افغانانو ۲۱ کسيزه ډله شاهدي ورکړي.

بله خوا د تورن پوځي حقوقي ټيم وايي، پر رابرټ باندې تورونه د هغو پوځيانو لخوا لګول شوي کوم چې بخيل دي او جګړې کې ډيرې لاسته راوړنې نه لري.

د نوموړي پوځي محکمه نن هم ادامه لري.

 


شریکول

خپور شوی په

اپډیټ شوی په

سرچینه: AAP

Follow SBS Pashto

Download our apps
SBS Audio
SBS On Demand

Listen to our podcasts
Independent news and stories connecting you to life in Australia and Pashto-speaking Australians.
Ease into the English language and Australian culture. We make learning English convenient, fun and practical.
Get the latest with our exclusive in-language podcasts on your favourite podcast apps.

Watch on SBS
SBS World News

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service
اسټراليايي پوځي محکمه کې د يو معلول افغان اسير وژل رد کړي | SBS Pashto