Key Points
- د اسټرالیا یو فيشن برانډ وروسته له هغه تر نیوکو لاندې راغی چې ماډلې داسې کالي اغوستې چې په عربي ژبه یې د الله کلمه لیکلې وه.
- د کاليو ننداره د میلبورن فیشن فستیوال یوه برخه وه ، چې له غبرګون وروسته هغه عکسونه لرې شوي چې په کاليو د الله نوم ليکلی وه.
د اسټرالیا يو فيشن کمپنۍ د میلبورن فیشن نندارتون کې د "الله" لپاره د عربي کلمې سره چاپ شوي کالي نندارې ته وړاندې کولو وروسته د ټولنې غړو له کلک غبرګون سره مخ شوه.
د The brand, Not A Man's Dream فيشن کمپنۍ د سې شنبې په ورځ د میلبورن فیشن فستیوال په وروستي نندارتون کې خپل دوه ډیزاینونه نندارې ته وړاندې کړل چې په ټوټو باندې د "الله" عربي رسم الخط پر کاليو ليکل شوی وه.
په یوه ډیزاین "الله زما سره قدم وهي" لیکل شوي.
د ماډل سر، غاړه او غوږونه هم په ورته ټوکر پوښل شوي وو، په کوم کې چې ځینې یې د اسلامي حجاب ته اشاره کوي..

One of the models (left) is donned in Arabic-scripted clothing behind the scenes of the Melbourne Fashion Festival runway show. Source: Instagram / PayPal Australia
په بیان کې راغلي: "فستیوال د هیچا د سپکاوي اراده نه درلوده او موږ د هر ډول سرغړونې له امله بخښنه غواړو."
د Not A Man's Dream مشرې سمانتا سینټ جیمز هم د فستیوال سره په ګډه اعلامیه کې بخښنه وغوښته او ویې ویل چې هغه اوس پوه شوې چې څنګه ځینې کالي د بې احترامۍ لامل شوي دي.
"دا زما د ارادې مخالف و او د دې لپاره، زه واقعیا بخښنه غواړم."
په میلبورن کې میشته مسلمان فیشن بلاګر مونا خلیفه، چې په نندارتون کې یې برخه اخیستې وه وویل، کله چې هغې دا ډیزاین ولید ډيره "پریشانه" شوه.
اغلې خلیفه د پیښې څخه کور ته په لاره کې د ویډیو یو ټیک ټیک پوسټ کړ ، او ډیزاین یې د مسلمانانو او عرب عیسویانو لپاره د "ښکاره بې احترامۍ" په توګه تشریح کړل.
دا ویډیو وروسته له هغه خپره شوې چې د یکشنبې تر ماښام پورې یې له ۱۰۰،۰۰۰ څخه ډیر لیدونه راجلب کړي.
اغلې خلیفه وویل: "د سپېڅلو جملو کارول او په عربي کې د "الله" لیکل چې د مسلمانانو بلکې عیسویانو ته هم سپیڅلي دي ... له هر اړخه غلط دی.".