پيښور جومات کې ځانمرګي بريدونو نږدې ۳۰۰ کسانو ته مرګ ژوبله اړولې

پيښور کې په يو جومات کې د جمعې لمانځه په وخت کې يوې چاودنې درنه مرګ ژوبله اړولې.

Volunteers examine the site of an explosion inside a mosque in Peshawar

白沙瓦清真寺遇襲死傷慘重。 Source: AP Muhammad Sajjad

پيښور ښار قصه خوانی په يو جومات کې لمانځه پر مهال يوه درنه چاودنه شوې چې تر دې دمه له ۲۵۰ کسانو ډير مرګ ژوبلې خبر ورکړل شوی.

پيښور کې د ليډي ريډينګ روغتون ته تر دې دمه نږدې ۲۰۰ ټپي کسان او ۵۶ وژل شوو جسدونه وړل شوي.

ياد روغتون کې بيړني حالت اعلانولو وروسته چارواکي وايي، ويره لري چې کيدای شي د مرګ ژوبلې شمير لدې هم لوړ شي.

د پيښور پوليسو ويلي چاودنه د قصه خوانی رسالدار کې د شعيه ګانو په جومات کې شوې.

د پوليسو په وينا، په بريد کې دوه بريدګرو لاس درلود او د جومات مخې ته ساتونکو باندې بريد وروسته جومات ته ننوتلي.

دا بريد چارواکي يو ترهه ګريز بريد يادوي.

د ياد بريد مسوليت چا ندی پر غاړه ندی اخيستی.

نور جزيات وروسته...

 


1 د لوستلو وخت

خپور شوی په

اپډیټ شوی په

By SBS Pashto

سرچینه: SBS


Share this with family and friends


Follow SBS Pashto

Download our apps

Watch on SBS

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service

Watch now