سيډني ښار کې د يو بس چپه کيدو له امله ۱۰ کسان وژل شوي او ګڼ شمير نور ټپيان دي

د سيډني ښار هنټر سيمه کې د واده ميلمنو څخه يو ډک بس چپه کيدو وروسته پکې سپاره ۱۰ کسان وژل شوي او له ۲۵ ډير ټپيان دي.

Emergency crew members stand near an overturned bus on the side of a road

An investigation into the crash has started following a large-scale emergency response involving local police, rescue squad and highway patrol officers, ambulance paramedics, NSW Fire and Rescue and the Rural Fire Service. Source: AP / Mark Baker/AP

Key Points
  • د NSW په هنټر ویلی کې د بس د چپه کیدو له امله لس تنه وژل شوي دي.
  • د بس چلوونکی نیول شوی دی.
  • پنځه ویشت کسان ټپي کيدو وروسته روغتون ته وړل شوي دي.
تېره شپه د NSW په هنټر ویلی کې د یوه بس د چپه کېدو له امله ۱۰ کسان وژل شوی او ګڼ شمير ټپيان دي.

په ياد بس کې د واده ۴۰ ميلمانه سپاره ول چې د شپې ۱۱:۳۰ له مراسمو څخه ستنيدو په وخت کې چپه شو.

پولیسو په یوه بیان کې وویل، لومړنیو پلټنو ښودلې چې ۱۰ تنه مړه شوي او ۲۵ کسان ټپي کيدو وروسته روغتون ته وړل شوي.

۵۸ کلن بس چلوونکی د پلټنې لپاره نيول شوی او سیسنک پولیس سټیشن ته یوړل شوی.

پولیسو وویل چې کافي اندازه معلومات شتون لري چې ښیې دا پيښه د بس چلوونکي تيروتنې له وجې رامينځته شوي وي.
رسنيو رپوټونو له مخه په بس کې سپاره کسان د واده ميلمانه ول چې لوډيل سيمې څخه يې سيډني لور ته سفر کاوه.

د اسټراليا لومړي وزير انتوني البنيزي پر يادې پيښې ژوره خواشيني وښوده، او د پيښې ځای ته مرسته رسوونکو څخه يې مننه وکړه.
ښاغلي وويل، "ټول اسټراليايان د پيښې ښکيلو کسانو په ياد کې له هغوی سره په غم کې شريک دي."

د نيوس ساوت ويلز ايالت مشر کريس مينس هم پر يادي پيښې خواشيني وښوده.
ښاغلي مينس وويل، "د بس چپه کيدو پيښه کې ښکيل کسان، ټپيان او هغو چې ژوندونه يې له لاسه ورکړي زمونږ په ياد کې دي او دا پيښه يوه زړه ماتوونکی پيښه وه."
د پيښې ځای شاوخوا سرکونه تړل شوي او تحقيقات روان دي.

شریکول

خپور شوی په

اپډیټ شوی په

لخوا SBS Pashto
سرچینه: SBS, AAP

Follow SBS Pashto

Download our apps
SBS Audio
SBS On Demand

Listen to our podcasts
Independent news and stories connecting you to life in Australia and Pashto-speaking Australians.
Ease into the English language and Australian culture. We make learning English convenient, fun and practical.
Get the latest with our exclusive in-language podcasts on your favourite podcast apps.

Watch on SBS
SBS World News

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service