اسټراليا کې دا هم ضروري نده چې تاسې په ځنګل کې او يا له ځنګل سره نږدې ژوند وکړئ ترڅو د اور خطورونو په اړه پوه شئ، ځکه تيرو وختو کې داسې هم شوي چې اور ځنګلونو کې لګيدلی وي او بيا نورو ښارونو او ښارګوټو ته غځيدلی وي.
که چيرې تاسې اسټراليا کې ژوند کوئ نو دا معلومات تاسو لپاره خورا ډير اړين دي.
د اور لګيدو بيړني حالت کې تاسو ته کوم کارونه کول پکار دي؟
Rural Fire Services ادارې معلوماتو له مخه تاسې بايد د اور په اړه لومړی خپل کور کې دننه له کور غړو سره پرې خبرې کول دي.
ستاسو د کور ټول غړي بايد پدې خبر اوسي چې د اور لګيدو وخت کې بايد د کور هر غړی مو کوم کار وکړي.
پلان جوړولو لپاره بايد څلور برخې پام کې ونيسئ
۱: د کور له غړو سره خبرې.
۲: تياري نيول
۳: معلومات ترلاسه کول
۴: او څه ته مو اړتيا ده يا څه مو هغسې حالت کې پکار دي
د کور له غړو سره خبرې کول
که چيرې تاسې مو خپل کور پريښودو په اړه فکر کوئ نو دا برخې په نظر کې ونيسي.
۱:خپل کور څومره وخت کې او کله بايد پريږدئ؟
۲: له کوره چې بهر کيږئ نو چيرې بايد لاړ شئ؟
۳: له ځانسره بايد څه واخلئ؟
چاته بايد ټليفون وکړئ ترڅو تاسې خوندي ياست؟
او يا مو که جوړ شوی پلان ناکام شي نو څه بايد وکړئ؟
که د اور لګيدو او ستاسو سيمې ته رسيدو خطر سره بيا هم خپلو کورونو کې پاتې کيږي نو بيا دا مسايل په پام کې ونيسئ.
آيا خپل کور کې پاتې کيدو سره تاسې اور سره مبارزې لپاره ټول هغه شيان او وسايل لرئ ترڅو له تاسو سره مرسته وکړي؟
د اور لګيدو په حالت کې له کوم وخت څخه بايد تاسې خپل د کور ژغورنې باندې پيل وکړئ؟
آيا مونږ پدې پوهيږو چې له اور لګيدو څخۀ وړاندې، يا مينځ کې او يا وروسته مونږ بايد څه وکړو؟
آيا کور کې ټول غړي پدې پوهيږي چې اور لګيدو وخت کې بايد څه وکړي؟
د Bushfire څخه ژغورنې پلان لدې ځايه ډاونلود کړئ.
تياري نيول
خپل کور کې د ونو او بوټو غير ضروري شاخونه لرې کړئ.
که ستاسو چمن کې واښه لوی شوي وي نو هغه غوڅ يا لرې کړئ.
د کور هغه توکي چې اسانۍ سره اور اخلي يا يې سم ځای کې پټ کړئ او يا يې له مينځه يوسئ.
د اوبو پايپونه مو چک کړئ او ټول هغه ځايونه معلومه کړئ له کوم ځايه چې اوبه په اسانۍ ترلاسه کولی شئ.

معلومات
د Rural Fire Services ادارې لخوا ۲۴ ساعتو دوران کې تازه او مهم معلومات خپريږي.
دا معلومات اسانۍ سره الکترونيکي وسايلو له لارې ترلاسه کولی شئ.
نيو ساوت ويلز او کوينزليند ايالتو کې لګيدلو اورونو څخه ځان ژغورنې او معلوماتو لپاره لاندې ويبپاڼو څخۀ ليدنه وکړئ.

څه پکار دي
دا ډير مهمه ده چې پوه شئ، د اور لګيدو په حالت کې تاسې چې کله خپل له کوره امن ځايونو ته پناه وړئ نو څه بايد له ځانسره واخلئ.
پدې شيانو کې موبايل، د موبايل چارجنګ بيټري،نقشه، ويبپانو معلومول او د مهمو ټليفوني شميرو ليسټ له ځانسره ولرئ.
که تاسې د اسټراليا لاندې ايالتونو کې ژوند کوئ نو اور سره تړلو معلوماتو لپاره د هر ايالت له ويبپاڼې څخه معلومات ترلاسه کړئ.
نيو ساوت ويلز
https://www.rfs.nsw.gov.au/fire-information/fires-near-me
ويکټوريا
http://www.emergency.vic.gov.au/respond
کوينزلينډ
https://www.ruralfire.qld.gov.au/map/Pages/default.aspx
لويديځ اسټراليا
https://www.emergency.wa.gov.au
جنوبي اسټراليا
ټازمانيا
http://www.fire.tas.gov.au/Show?pageId=colGMapBushfires
پلازمينه ( کنبيرا)
د اسټراليا شمالي سيمې
https://www.pfes.nt.gov.au/incidentmap

