د اسټراليا ډيري لوی ښارونه اوس د باران ورښت لمن کي دي او له ډيرو کړاوونو وروسته د يادې باراني هوا تود هر کلی کيږي.
.اوس ځينو ښارونو کې د ډير باران او تيز باد له امله د سيلاونو راوتلو خطر شتون لري.
تر نورو ډير خطر سيدني ښار کې د ۶ ميليونه نفوس د پاکو اوبو ذخيره ده چې د سيلاونو راتلو سره کيدای شي دا ذخيره ځنګلونو لګيدلو اورونو ايرې پاکو اوبو سره ګډې کړي.
د سيدني ښار اوبو عمومي ذخيره د واراګامبا په نامه ياديږي او د يادې ذخيرې شاوخوا جالي لګول شوې ترڅو سيلاونه سوځيدلي لرګي او نورې ايرې يادې ذخيرې له اوبو سره ګډې نه کړي.
د اسټراليا هوا پيژندنې ادارې اټکل له مخه يوازې سيدني ښار کې به راتلونکو څو ورځو کې له ۳۰ څخه تر ۸۰ ميلي ميتره باران وشي.
ځيني بيا وايي چې د اسټراليا لويو ښارونو پر وړاندې د جنت دروازې پرانيستل شوې، خلک دا شعارونه ځکه کاروي چې ډيرې بې صبری سره د باران ورښت ته سترګې په لار ول.
بله خوا له يادې خوښی سره تړلې ځيني انديښنې هم شتون لري. د سيدني ښار اوبو عمومي ذخيرې شاوخوا ځنګله کې ۳۰۰،۰۰۰ هکتاره ځنګل سوځيدلی او ويره شته چې کيدای شي د شاوخوا ذخيرې ته سيلاونه د ځنګله سوځيدلې ونې او نور پوټي راوړي.

د نيو ساوت ويلز ايالت اوبو ادارې خبر ورکړی چې د اوبو کيفيت معلومولو ماهرين په سيمه کې دي او حالت له نږدې څاري.
ياده اداره زياتوي، د اوبو ذخيرې شاوخوا ځيني جالی لګول شوي ترڅو يادې ذخيرې ته سوځيدلو بوټو او ونو راوړلو مخه ونيسي.
د اسټراليا هوا پيژندې ادارې اټکل له مخه د اسټراليا لويو ښارونو ځنګلونو اور په ځينو سيمو ډير باران ورښت اټکل شوی. هوا پوهان وايي باران به وشي کولی ترڅو ککړه هوا پاکه کړي

.
د اسټراليا نيو ساوت ويلز ايالت اور وژنې اداره وايي، سره لدې چې راتلونکو څو ورځو کې به د ياد ايالت ډيرو سيمو کې بارانونه وشي ولې دا پدې معنی نده چې لګيدلي اورونه مړه کړي.
د لګيدلو اورنو کابو کولو کې دا بارانونه ډيره مرسته کوي ولې د ۶ ميليونو هکتاره ځمکې اور په بشپړ ډول مړ کول هم ډير وخت ته اړتيا لري.
له ۲۰۰۴ کال وروسته لومړي ځل لپاره د نيو ساوت ويلز ايالت د اوبو ذخيره ۴۳ سلنې ته راټيټه شوې.
