د اسټرالیا کرېکټ بورډ د افغانستان پر وړاندې دوه اړخیز سیریز یو ځل بیا ځنډولی دی

د ۲۰۲۱ کال له آګسټ میاشتې راهیسې دا دریم ځل چې د آسټرالیا کرېکټ بورډ له افغانستان سره لوبې نه کوي.

Afghansitan to play the first test against Australia

Source: Supplied

د آسټرالیا کرکټ بورډ د یوې اعلامیې په خپرولو سره د طالبانو د واکمنۍ پر مهال په هیواد کې د ښځو او نجونو د بشري حقونو د خرابیدو یادونه کړې ده.

ټاکل شوې وه ترڅو د روان کال په آګسټ میاشت کې د افغانستان په کوربه توب په متحده عربي اماراتو کې درې ۲۰ اوریزې لوبې ترسره شي.

د ۲۰۲۱ کال له آګسټ میاشتې راهیسې دا دریم ځل چې د آسټرالیا کرېکټ بورډ له افغانستان سره لوبې نه کوي.

د جمهوریت له سقوط وروسته آسټرالیا له افغانستان سره یواځینۍ ټېسټ لوبه لغوه کړه چې ټاکل شوې وه د ۲۰۲۱ کال په نومبر میاشت کې ترسره شي.

له هغې وروسته، د ۲۰۲۳ کال په لومړیو کې آسټرالیا له افغانستان سره درې یو ورځنۍ لوبې لغوه کړې. خو اوس یې له افغانستان سره د ۲۰ اوریزو لوبو سیریز ځنډولی دی.

کرېکټ بورډ ویلي چې د آسټرالیا د حکومت مشوره دا ده چې "په افغانستان کې د ښځو او نجونو شرایط مخ په خرابیدو دي".


1 د لوستلو وخت

خپور شوی په

اپډیټ شوی په

سرچینه: SBS


Share this with family and friends


Follow SBS Pashto

Download our apps

Watch on SBS

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service

Watch now