آيا د اسټراليا تابعيت نوې ازموينه کې بريالي کيدلی شئ؟

د روان کال نومبر مياشت ۱۵ نيټې وروسته به د اسټراليا تابعيت نوې ازموينه يا ټيسټ رامينځته کيږي او ډيره کې به يې فوکس د اسټراليا پر ارزښتونو وي.

How the new Australian citizenship test will be after 15 November 2020

How the new Australian citizenship test will be after 15 November 2020 Source: AAP

د اسټراليا د مهاجرت، تابعيت، مهاجرت خدمتو او څو کلتوريزو چارو سر پرست وزير الن تود د اسټراليا تابعيت ترلاسه کولو ازموينه کې د بدلون اعلان وکړ.

ښاغلي وويل، ”د تابعيت په نوې ازموينه کې به پر مفهوم سوالونه وي ترڅو تابعيت ترلاسه کوونکي د بيان آزادي، يو بل ته درناوی او د امکاناتو برابري، د ديموکراسی ارزښت او هم شته قوانينو باندې پوه او ورته ژمن اوسي.

مونږ غواړو ترڅو له تابعيت ترلاسه کولو څخه مخکې مهاجر بايد زمونږ د ارزښتونو ژوره پوهه ولري.”


مهم ټکي:

د اسټراليا تابعيت ترلاسه کولو نوی ازموينه د ۲۰۲۰ کال  نومبر مياشت ۱۵ وروسته کارول کيږي

نوې ازموينه کې د اسټراليا ارزښتونو په اړه سوالونه ځای شوي

دا مهال ۱۵۹۰۰۰ کسان د اسټراليا تابعيت ترلاسه کولو لپاره په تمه دي


د اسټراليا د تابعيت ترلاسه کولو نوی ازموينه داسې جوړه شوې ترڅو معلومه کړي، ايا نوي راغلي مهاجر اسټراليا په اړه کافي اندازه معلومات لري او يا دوی د اسټراليا ديموکراتيک سيسټم، باور او ارزښتونو او هم د يو اسټراليا تبع په توګه دوی خپلو مسوليتونو په اړه څومره معلومات لري.

دا ازموينه کمپيوټر له لارې په انګليسي ژبه اخيستل کيږي.

نوې ازموينه کې ۲۰ پوښتنې ځای شوي چې هرې پوښتنې ته څلور ځوابونو ورکړل شوي ترڅو خلک يو سم ځواب وټاکي. 

نوې ازموينې کې ۵ پوښتنې د اسټراليا ارزښتونو په اړه دي او يو کس که غواړي د اسټراليا تابعيت ترلاسه کړي نو د اسټراليا ارزښتونو په اړه ۵ پوښتنې بايد هرو مرو ځواب کړي که له يادو پوښتنو څخه يوه يې هم ناسم ځواب کړي نو ټيسټ نشي تيرولی.

آيا له نوي ټيسټ څخه تيريدلی شئ؟

لدې لينک لارې خپل ځان وازمويي.
د اګيسټ د مياشتې ۳۱ نيټې پورې اسټراليا کې ۱۵۹،۰۰۰ کسان د اسټراليا تابعيت ترلاسه کولو لپاره په انتظار کې ول.

دا مهال د تابعيت غوښتنليک ورکولو څخه تر د تابعيت ترلاسه کولو مراسمو پورې د انتظار موده ۲۷ مياشتې يعنې دوه کاله او درې مياشتې اټکل شوې.


شریکول

خپور شوی په

اپډیټ شوی په

لخوا Mosiqi Acharya

Follow SBS Pashto

Download our apps
SBS Audio
SBS On Demand

Listen to our podcasts
Independent news and stories connecting you to life in Australia and Pashto-speaking Australians.
Ease into the English language and Australian culture. We make learning English convenient, fun and practical.
Get the latest with our exclusive in-language podcasts on your favourite podcast apps.

Watch on SBS
SBS World News

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service
آيا د اسټراليا تابعيت نوې ازموينه کې بريالي کيدلی شئ؟ | SBS Pashto