د متحده ایالاتو په کېنټاکي ایالت کې یوه بار وړونکې (کارګو) الوتکه له الوتنې وروسته لوېدلې او د ټپيانو راپورونه ورکړل شوي دي.
د یو پي اس (UPS) په نوم نړیوال باروړونکي شرکت ویلي چې د دوي یوه الوتکه د لوي ویل په هوايي ډګر کې له یوې حادثې سره مخ شوې ده.
په ټولنیزو رسنیو کې خپره شوې ویډیو ښيي چې د الوتکه چې وزر یې اور اخیستی له الوتنې وروسته راولوېږي او اور اخلي.
د لوي ویل هوايي ډګر د یو پي اس ورلډ پورټ (UPS Worldport) شرکت اصلي مرکز او په ټوله نړۍ کې د دوی تر ټولو لوی د بستهبندۍ مرکز ګڼل کېږي.
د لوي وېل پولیسو ویلي چې دوی د یوې الوتکې د غورځېدو راپورونو ته رسېدنه کوي او راپور ورکړل شوی چې ځینې کسان ټپيان شوي دي.
زموږ د فېسبوک پاڼې له لارې د مرکو او راپورونه اورېدولو ته دوام ورکړئ.
د آسټرالیا د تازه خبرونو او په زړه پورو موضوعاتو لپاره همدا اوس زموږ ویب پاڼې ته ولاړ شئ.
که چېرې غواړئ په انګلیسي ژبه زموږ خپرې شوې مقالې ولولئ، مهرباني وکړئ دلته کلیک کړئ.
د اس بي اس پښتو خپرونه دلته زمونږ پر ویب پاڼه یا هم د اس بي اس پر اپلیکیشن واورئ. تاسو کولای شئ د اس بي اس اپلیکیشن په وړیا توګه له اپل سټور یا ګوګل پلې څخه ترلاسه کړئ.
