ويکټوريا ايالت کې د کرونا ويروس نوو پيښو پړه پر افغان کورنيو اچول شوې

د اسټراليا ويکټوريا ايالت کې د کرونا ويروس پيښې په کميدو دي ولې دې کمښت ترڅنګ بيا په ځينو سيمو کې د پيښو ډيروالي د چارواکو انديښنې راپارولي.

COVID-19 restrictions in Regional Victoria will be eased from midnight on September 16 with some of the restrictions eased in Melbourne

Source: AAP

ويکټوريا ايالت له تيرو ۱۴ ورځو راهيسې پرلپسې د کرونا ويروس لږې پيښې ثبتوي ولې بله خوا بيا د زړو کسانو مرکزونو وروسته ډيرې پيښې هغو سيمو کې ريکارډ کيږي چيرې چې د نورو ټولنو ترڅنګ ډير شمير افغانان ژوند کوي.

د Casey سيمه د ملبورن ښار جنوب ختيځ کې موقيت لري،  يادې سيمې له هغه وروسته د خبرونو سر ټکي جوړ کړل کله چې ادعا وشوه ځينو کورنيو د کور پاتې قوانين مات او ډير شمير وګړي يې پر کرونا ويروس اخته شول.

له تيرو څو ورځو راهيسې د ويکټوريا ايالت روغتيا چارواکو ترڅنګ ځينو رسنيو هم د نوو پيښو پړه پر افغان ټولنې اچولې او ځيني کورنۍ او يا د ټولنې غړي يې پر بې غورۍ تورن کړي.

څو ورځې وړاندې د ويکټوريا ايالت روغتيا برخې مشر ډاکټر بريت ساتون رسنيو سره خبرو دوران کې د دوو کورنيو غړو ترمينځ د کرونا ويروس ليږد پر سر انديښنه څرګنده کړه او ادعا وشوه چې دا دوه کورنۍ افغان کورنۍ دي کومو چې له کوربند او يا نورو شته محدوديتونو څخه سرغړونې کړې.

ويکټوريا ايالت کې د روغتيا لوړپوړي چارواکي نن خبريالانو ته وويل، کيسې سيمه کې د پينځو کورنيو غړو ترمينځ تګ راتګ ۳۴ کسان پر کرونا ويروس اخته کړي، دا کورنۍ په Hallam, Clyde, Narre Warren South, Cranbourne North کې استوګنه کوي.

د ټولنې غړو ترمينځ د کرونا ويروس ليږد پيښو کې ډيروالي سره اټکل کيږي چې دا پيښې کيدای شي نورې هم ډيرې شي، بله خوا د روغتيا چارواکي Fountain Gate  بازار مشتريانو پر معاينه کولو ټينګار کوي.

که چيرې ملبورن ښار کې تر سپټمبر ۲۸ نيټې پورې په يوه ورځ کې د نوو پيښو اوسط د ۳۰ او ۵۰ ترمينځ پاتې شي نو په ځينو محدوديتونو کې نرمښت راوستل کيږي.

دا مهال  په تيرو ۱۴ ورځو کې د نوو پيښو اوسط ۴۲.۷  ښودل کيږي.

بله خوا ملبورن ښار کې ميشته افغان ډاکټره امنه عزيزي وايي، ځيني بيماران د کرونا ويروس نښو لرلو سره بيا هم د کرونا ويروس معاينه نه کوي.

اغلې له ای بي سي شبکې سره خبرو کې وويل، داسې ورته انديښنې نورو ډاکټرانو او ټولنې مشرانو هم شريکې کړي.

اغلې خپل خبرو کې دا هم وويل، ځيني کسان پدې اند دي چې که چيرې کرونا ويروس لپاره معاينه وکړي نو د کورنۍ نور غړي يې له فشار او يا کوربند سره مخ کيږي.

ملبورن ښار کې د کرونا ويروس پيښو کميدو وروسته جنوب ختيځ سيمه کې د ټولنې غړو ترمينځ د کرونا ويروس ليږد يو ځل بيا انديښنې ډيرې کړې.

ويکتوريا ايالت کې روغتيا برخې چارواکو او ځينو رسنيو لخوا د کرونا ويروس نوو پيښو شاته د افغان کورنيو نوم يادول د ټولنې ځيني غړي په غصه کړي او چارواکي يې پر توپيري چلند تورن کړي.

ويکټوريا ايالت کې د افغان ټولنو مشرانو يوه ګډه اعلاميه خپره کړه او په هغې کې د ويکټوريا ايالت چارواکو او رسنيو لخوا د نوو پيښو پړه پر افغان ټولنې اچول يې غندلي.

اعلاميه کې دا هم ويل شوي، د ملبورن ښار نورو سيمو د کرونا ويروس پيښو ډيروالي وخت کې د کومې ځانګړې ټولنې او يا هم هيواد ذکر ندی شوی.

د افغان ټولنې مشران وايي د حکومت او رسنيو لخوا د نوو پيښو پړه پر افغان ټولنې اچولو سره د هغوی پر وړاندې توپيري چلند ته لار هواروي.

ځينو رپوټونو له مخه ويکټوريا ايالت کې څو کلتوريزې ټولنې ته د هغوی په ژپه د روغتيايي پيغامونو رسول يوه ښکاره ستونزه بلل شوې.

ملبورن ښار کې د افغان ټولنې مشرانو په اعلاميه کې دا هم ويل شوي، دوی تر خپل وس کوښښ کړی ترڅو د روغتيا اړين پيغامونه له بيلابيلو لارو تر ټولنې غړو ورسوي.

ويکټوريا ايالت کې د افغان ټولنې مشرانو له هغو رسنيو چې د کرونا پيښو ډيروالي پړه يي پر افغان ټولنې اچولې غوښتي ترڅو دې دې کار لپاره بښنه وغواړي او له ويکټوريا ايالتي حکومت څخه يې غوښتي ترڅو دې د کرونا ويروس وبا دوران کې د توپيري چلند ملي قانون پلي کړي.


د آسټرالیا اوسېدونکي باید له یو بل سره ۱.۵ متره فاصله وساتي.

په خپل ایالت یا سیمې کې د محدودیتونو په اړه وروستي معلومات دلته پیدا کولای شئ[https://www.sbs.com.au/language/pashto/how-australia-s-states-and-territories-are-relaxing-coronavirus-restrictions].

که چېرې تاسو باور لرئ چې تاسو هم ممکن په کرونا وېروس اخته شوي یاست،  نو خپل ډاکټر ته زنګ ووهئ (لیدنه  ونکړئ) یا د کرونا وېروس د معلوماتو له ملي مرکز سره په  ۰۸۰ ۰۲۰ ۱۸۰۰ شمېره اړیکه ونیسئ. 

د اس بي اس شبکه ژمنه ده ترڅو تاسو ته د کرونا وېروس په اړه ستاسو په ژبه باوري راپورونه چمتو کړي. دلته تاسو کولای شئ په ۶۳ ژبو خبرونه او معلومات پیدا کړئ: https://www.sbs.com.au/language/coronavirus

 

 

 

 

 


شریکول

خپور شوی په

اپډیټ شوی په


Follow SBS Pashto

Download our apps
SBS Audio
SBS On Demand

Listen to our podcasts
Independent news and stories connecting you to life in Australia and Pashto-speaking Australians.
Ease into the English language and Australian culture. We make learning English convenient, fun and practical.
Get the latest with our exclusive in-language podcasts on your favourite podcast apps.

Watch on SBS
SBS World News

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service