د ۲۰۲۱ کال سرشمېرنه ښيي چې د آسټرالیا د ۴۸.۲ سلنه اوسېدونکو له والدیونو څخه یو (مور یا پلار) په بهر کې زېږېدلي او بیا آسټرالیا ته کډه شوي.
آمار ښيي چې د آسټرالیا ۲۷.۶ سلنه اوسېدونکي له دغه هېواد څخه بهر پیدا شوي او د نورو هېوادونو اصلي اوسېدونکي دي.
د آسټرالیا د احصایې اداره وايي، ارقام ښیې چې آسټرالیا یو "چټک بدلیدونکی، وده کونکی او کلتوري متنوع هیواد دی".
مهم ټکي
- د آسټرالیا د ۴۸.۲ سلنه اوسېدونکو له والدیونو څخه یو (مور یا پلار) په بهر کې زېږېدلي.
- د آسټرالیا ۲۷.۶ سلنه اوسېدونکي له دغه هېواد څخه بهر پیدا شوي.
- آسټرالیا کې له ۸ میلیونو څخه زیات خلک، اوږدمهاله روغتیایي ستونزې لري.
- د آسټرالیا ۳.۲ سلنه اوسېدونکي مسلمانان دي.
د ۲۰۲۱ کال د احصایې آمار ښيي چې د سرشمېرنې پرمهال د آسټرالیا نفوس ۲۵ میلیونه، ۴۲۲ زره او ۷۸۸ کسانو ته رسېده، پرته له هغو کسانو چې آسټرالیا ته د سیل لپاره راغلي وه. دغه آمار ښيي چې په تېرو ۵۰ کلونو کې د آسټرالیا نفوس دوه برابره زیات شوی دی. په ۱۹۷۱م کال کې شاوخوا دولس نیم میلیون کسان اوسېدل، مګر اوس د دغه هېواد نفوس له پنځویشت میلیونو څخه پورته دی.

د آسټرالیا هغه اوسېدونکي چې په هند کې پیدا شوي
د سرشمېرنې آمار ښيي، په هند کې د پیدا شویو کسانو شمېر په آسټرالیا کې زیات شوی دی او اوس له چین او نوي زیلنډ وروسته، تر ټولو زیات هغه کسان چې په بهر کې پیدا شوي د هند اصلي اوسېدونکي دي.
د ۲۰۲۱ کال سرشمېرنه ښيي چې په هند کې د پیدا شویو کسانو په شمېر کې شاوخوا ۲۱۷ زره زیاتوالی راغلی دی.

اوږدمهاله روغتیايي ستونزې
د ۲۰۲۱ کال په سرشمېرنه کې د آسټرالیا له اوسېدونکو څخه د روغتیا په اړه هم پوښتنې شوي.
آمار ښيي چې په آسټرالیا کې له ۸ میلیونه څخه زیات خلک اوږدمهاله روغتیایي ستونزې لري.
شاوخوا ۲.۲ میلیونو خلکو ویلي چې رواني ستونزې لري، ۲.۱ سلنه خلکو د روماتیزم او شاوخوا ۲ میلیونه د نفس تنګۍ په اړه راپور ورکړی دی.
د سړیو په پرتله ډیری ښځې اوږمهاله روغتیایي ستونزې تجربه کوي.

ابوریجنل او ټوریسټریټ آیلنډرز
د ۲۰۲۱ کال سرشمېرنه ښيي چې د بومي اسټرالیایانو په شمېر کې د ۲۰۱۶ کال په پرتله ۲۵ سلنه زیاتوالی راغلی دی.
۸۱۲ زره او ۷۲۸ کسانو ویلي چې ابوریجنل او ټوریسټریټ آیلنډرز دي، چې د آسټرالیا د نفوس ۳،۲ سلنه جوړي.
بومي آسټرالیایان د دغه هېواد اصلي اوسېدونکي چې لسهاوو زره کاله وړاندې آسټرالیا ته راغلي.
په ۲۰۱۶ کال کې ۶۴۹ زره او ۲۰۰ کسانو ویلي وه چې بومیان دي.

عیسویت له اته سلنه کمښت سره سره ترټولو مشهور مذهب پاتې دی
د ۲۰۲۱ کال سرشمېرنه ښيي چې تر ټولو زیاتو کسانو ویلي چې د عیسویت دین پیروان دي.
خپرې شوې پایلې ښيي چې ۴۳.۹ سلنه خلک د عیسویت دین پیروان دي چې د ۲۰۱۶ کال په پرتله اته سلنه کموالی ښيي.
په ۲۰۱۶ کال کې ۵۲.۱ سلنه او په ۲۰۱۱ کال کې ۶۱.۱ سلنه خلکو ویلي وه چې عیسویان دي.
د آسټرالیا ۳۸.۹ سلنه خلکو ویلي چې هېڅ مذهب نلري. په ۲۰۱۶ کال کې ۳۰ سلنه خلکو هېڅ دین نه درلود.
د هندویزم مذهب پلویان په چټکۍ سره د لوړېدو په حال کې دي او ۲.۷ سلنه ته رسېدلي.
د آسټرالیا ۳.۲ سلنه اوسېدونکي مسلمانان دي. په ۲۰۱۶ کال کې د آسټرالیا ۲.۶ سلنه اوسېدونکي مسلمانان وه.

