Watch FIFA World Cup 2026™

LIVE, FREE and EXCLUSIVE

اسټراليا کې افغان تبعه حمزه بهرامي پر يوې وړې انجلی جنسي تيري په جرم زنداني شو

حمزه بهرامي د اسټراليا اډيليډ ښار کې يې يوه کوچنۍ انجلی جنسي ځورولې او نوموري پر خپل جرم اعتراف کړی.

حمزه بهرامي
Source: AAP

۳۳ کلن حمزه بهرامي په کال ۲۰۱۹ کې د اسټراليا اډيليډ ښار کې يې يوه کوچنۍ انجلِِۍ د لوبغالي تشناب کې څو وارې جنسي وځوروله.

له پيښې وروسته انجلۍ پيښه له خپل کورنۍ سره شريکه کړه او پوليس د بريدګر په لټه کې شول.

پوليسو دوه اونۍ وروسته بهرامي ونيوه او زنداني شو.

حمزه بهرامي چې خپله واده شوی پر کوچنۍ انجلۍ بريد يې خپل وړې لور او وريرې مخ کې ترسره کړی.

بهرامي پر خپل جرم اعتراف وکړ او پر څلور جنسي ځورونې عمل محکوم شو، نوموړي يادو جرمونو لپاره ۴ کاله زنداني شو.

قاضي پاول سلاتيري چې د حمزه بهرامي د دوسيې پريکړه  اوروله وويل، حمزه کوښښ کاوه چې د يادې پيښې پړه پر قرباني شوې کورنۍ واچوي او هغوی يې پر دروغ ويلو تورنول او غوښتل يې چې د قرباني شوې انجلۍ ورور زنداني کړي.

بهرامي په څلور کاله او نهه مياشتې بند محکومه شو ولې داچې نوموړی له ۲۰۱۹ کال راپديخوا بند کې وه نو دا موده اوس دريو کلونو ته راټيټه شوې او دوه کاله وروسته نوموړی خپل قيد کمولو غوښتنه کولی شي.

حمزه بهرامي زندان دننه د بايکي بانډ يو غړي لخوا وهل شوی وه، هغه مهال بريدګر ويلي ول چې له ماشومانو سره جنسي ځورونکو خلاف دی او په وار وار به بهرامي وهي او ټکوي.

د کوچنۍ انجلۍ مور په يو بيان کې ويلي، پر لور باندې يې جنسي بريد کورنۍ اغيزمنه کړې او لدي وروسته پر هيچا اعتبار نشي کولی.

قرباني شوې انجلی هم له افغانستان څخه ده او کورنۍ يې وايي، بهرامي افغان ټولنه کې يو پيژندل شوی کس وه، لدې وروسته ياد ايالت کې له ټولنې سره کار کول هم ګران کار دی.

حمزه بهرامي په کال ۲۰۰۶ کې له خپل کورنۍ سره پر کډوالی ويزې له افغانستان څخه اسټراليا ته راغلی.

نوموړی چې څلور کلنه لور لري وايي، زندان کې وخت تيرولو سره ما دا درک کړه چې زما جرم څومره لوی وه، که زما لور سره څوک داسې کار وکړي نو زه به ډير ډير په قهر شم.

بهرامي پر خپل جرم پښيمانه دی او وايي خوشې کيدو وروسته به ټولنې ته خدمت وکړم.

 


2 د لوستلو وخت

خپور شوی په

اپډیټ شوی په

By SBS Pashto

سرچینه: SBS


Share this with family and friends


Follow SBS Pashto

Download our apps

Watch on SBS

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service

Watch now