د چين هيواد په وهيان ښار کې يو وژونکی وايروس خپريدا چې د سارس وايروس ورته دی د ميليونو کسانو ژوند ته خطر پيښ کړی.
تر دې دمه له ياد وايروس څخه ۸۰ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او شاوخوا ۱۰۰۰ نور پرې مبتلا شوي.
د نړۍ يو شمير هيوادونه له چين څخه راغلي مسافر معاينه کوي ترڅو ياده بيماري د نړی نورو هيوادو کې خپره نشي.
د وهيان ټول ښار کلا بند شوی او هيچا ته اجازه نه ورکول کيږي ترڅو له ياد ښار څخۀ بهر شي او يا ياد ښار ته سفر وکړي.
ياد ښار له پلازمينې بيجينګ سره پوله لري او بيجينګ کې هم د چين نوي کال ټول مراسم ځنډول شوي او ټولو هغو غونډو يا پروګرامو باندې بنديز لګيدلی په کوم کې چې خلک راټوليږي.
وهيان ښار کې ټول ترانسپورتي خدمتونه، پارکونه، سينماوې، او هوايي ډګر تړل شوي.
دا بيماري چې لا دمخه د نړۍ ځينو هيوادو ته خپره شوې د لا نورې خپريدو ويرې له وجې شاوخوا شل ميليونه چيني وګړي قرنتين شوي.
ويل کيږي چې دا وژونکی وايرون له اوبو خوړو او حيواناتو له مارکيټ څخه پيدا شوی او چټکی سره خپريدو حال کې دی. تر دې دمه زرګونه کسان پر ياد وايروس مبتلا شوي او دا بيماري تر امريکا پورې رسيدلی.
دلته اسټراليا کې هم شپږ کسان چې پرې د يادې بيمارۍ مبتلا کيدو شک کيږي قرنتين شوي او د هغوی معاينه روانه ده.
د چين پلازمينه بيجينګ کې نوي کال په مناسبت ټول لوی محفلونه ځنډول شوي او له خلکو غوښتل شوي ترڅو دې يوځای کې سره نه راټوليږي.
د وهان ښار اوسيدونکي وايي، دوی خپل ښار کې بند پاتي او داسې احساس کوي لکه د نړۍ ختميدو حالت وي.

Travelers at Hankou Railway Station in Wuhan in southern China's Hubei province. Source: AP
د ياد ښار ترڅنګ يو بل لوی ښار د هواګنګ دی چيرې چې ۷.۵ ميليونه خلک اوسيږي. چارواکو د ياد ښار اوسيدونکو ته ويلي چې له نن شپې وروسته به ياد ښار کې هم ټول ترانسپوري خدمتونه وتړل شي او له خلکو څخه غوښتل شوي ترڅو دې لدې ښار څخه بهر سفر نه کوي.
چين کې چارواکو لا ټول هيواد کې د روغتيا بيړنۍ حالت ندی اعلان کړی او چارواکي وايي د يادې بيمارۍ خپريدو مخنوي لپاره يې ۲۱۰ ميليونه ډالر ځانګړي کړي.
ويل کيږي چې ياد وايروس له حيواناتو څخه پيدا شوی او چيني چارواکو هم ويلي چې د حيواناتو له يو مارکيټ څخه دا وايروس پيدا اور نورو سيمو ته خپور شو.

The body temperature of a passenger is checked at an expressway toll gate in Wuhan Source: EPA
د روغتيا نړيوالې ادارې ويلي دا وايروس له يو کس څخۀ بل کس ته انتقاليدلی شئ، بله خوا د چين روغتيا اداره وايي، ۵۷۱ کسان پدې وايروس مبتلا شوي او ۵۰۰۰ نور معاينې حالت کې دي. انګلستان کې د روغتيا برخې ماهرين وايي، له ياد وايروس څخه اټکل کيږي شاوخوا ۴۰۰۰ کسان اغيزمن شوي وي.
د روغتيا نړيوالې ادارې ويلي، دوی حالت له نږدې څاري او که اړتيا وي نو د روغتيا نړيوال بيړنۍ حالت اعلانوي.

Medical staff in Wuhan, China take a patient suspected of carrying a new corona virus into hospital. Source: EPA/STRINGER CHINA
Additional reporting: Reuters