چين خپلو هغو زده کوونکو ته کوم چې بهر کې زده کړه کول غواړي خبرداری ورکړی چې اسټراليا ته دې خپل پر تګ يو ځل بيا غور وکړي.
د چين حکومت ادعا کوي چې د کويډ-۱۹ وبا څخه وروسته اسټراليا کې چينايان له توپيري چلند سره مخ شوي.
د چين هيواد په خپور شوي بيان کې راغلي، "د کرونا ويروس وبا له راتګ څخه وروسته د ختيځ اسيا هيوادونو وګړو پر وړاندې توپيري چلند ډير شوی. د زده کړې وزارت ټولو هغو زده کوونکو ته کوم چې اسټراليا کې زده کړې کوي او يا اسټراليا ته زده کړې لپاره ځي هغوی دې له احتياط څخه کار واخلي."

لدې وړاندې د چين هيواد سياحت چارو وزارت چينايانو ته خبرداری ورکړی وه ترڅو دې اسټراليا ته سفر نه کوي.
اسټراليا هر کال له ۷۰ ميلياردو ډالرو ډيره ګټه له چينايي زده کوونکو او هم سيلانيانو څخه ترلاسه کوي.
د اسټراليا حکومت د چين دا ادعاوې بې بنسټه ګڼي او پر چينايي وګړو يې غږ کړی ترڅو اسټراليا کې حالت پر خپلو سترګو وګوري نه داچې د چين حکومت دې ادعاوو ته پام وکړي.
د چين او اسټراليا اړيکې هغه وخت ډيرې خرابې شوې کله چې اسټراليا نړيواله ټولنه يوځای او د کرونا ويروس پيدا کيدو او خپريدو پلټنې غوښتنه يې وکړه.
د اسټراليا حکومت لخوا له ډيرو فشارونو وروسته د نړۍ ۱۲۰ څخه ډيرو هيوادونو لاس يو کړ او د کرونا ويروس پلټنه يې پيل کړه.
د چين لخوا د زده کړې او سياحت برخو کې خپلو وګړو ته خبرداري څخه مخکې يې له اسټراليا څخه پر وارديدونکو اوربشو ۸۰ سلنه تعرفه لوړه کړه او عين وخت کې يې له څلورو لويو اسټراليايايي کمپنيو څخه د غوښې واردول هم بند کړل.
د چين هيواد وايي، دا ګامونه دې لپاره ندي اخيستل شوي چې ګواکې اسټراليا د کويډ-۱۹ مسلې پلټنه غواړي.

د چين لخوا له ياد خبردارې مخکې هم اټکل کيده چې راتلونکو څلورو کلونو پورې به د اسټراليا پوهنتونونه ۱۶ ميليارده ډالرو تاوان سره مخ شي.
اسټراليا کې پوهنتونونه ډيره کې پر بهرنيو زده کوونکو تکيه دي ولې اوس د سفرونو بنديزونو له وجې اسټراليايي پوهنتونونه له ګڼو ستونزو سره مخ کړي.
حال داچې اسټراليايي پوهنتونو ۳۰ سلنه ګټه له بهرنيو زده کوونکو څخه ترلاسه کيږي، يوازې روان کال کې اسټراليايي پوهنتونونه ۴.۸ ميليارده ډالر تاوان کوي.

