مهم ټکي:
- د نیو ساوت وېلز ایالت د لیبرال ګوند مشر، دومینیک پیروټیټ تېره شپه (۹ بجې) د لیبر ګوند له مشر کریس منز سره په خبرو کې په ټاکنو کې ماته منلې ده.
- لیبر ګوند د حکومت د جوړولو لپاره ۴۷ څوکیو ته ضرورت لري. شنونکي وايي، لیبر ګوند به شاوخوا ۵۰ څوکۍ ترلاسه کړي.
- د تېرې ورځې (د مارچ ۲۵مې) په ټاکنو کې لیبر ګوند، له لیبرال څخه یو شمېر مهمې څوکۍ د سیډني په غرب کې ګټلي دي.
- دومینیک پېروټېټ له تېرو ۱۸ میاشتو راهیسې د نیو ساوت وېلز ایالت مشر وه او تمه یې درلوده ترڅو ټاکنې وګټي.
تېره ورځ د نیو ساوت وېلز ایالت په ۹۳ ټاکنیزو حوزو کې ټاکنې ترسره شوې ترڅو د دغه ایالت اوسېدونکي پارلمان لپاره خپل استازي و ټاکي. په ټاکنو کې رای اچونه د مازدیګر پر ۶ بجو پای ته ورسېده او تر هغه وروسته د رایو شمېرنه پیل شوه.
د رای شمېرنې بهیر له پیل لږ ځند وروسته، د ټاکنو شنونکو وړاندوینه وکړه چې لیبر ګوند به ټاکنې وګټي، د شپې پر ۹ بجو د لیبرال ګوند مشر، ډومېنیک پېروټېټ د لیبر ګوند له مشر ښاغلي کریس منز سره په یوه ټلیفوني اړیکه کې ماته ومنله او تر هغې وروسته، کریس منز خپلو پلویانو ته وینا وکړه.
له ټاکنو وروسته د نیو ساوت وېلز ایالت د لیبر ګوند مشر، کریس منز خپلو پلویانو ته د خبرو پرمهال وویل چې لیبر ګوند "بیرته راغی او حکومت کولو ته چمتو دی."
ښاغلي منز په خپلو خبرو کې د نیو ساوت وېلز د لیبرال ګوند او د دغه ایالت له مشر ښاغلي ډومېنیک پېروټېټ څخه د هغه د خدمتونو لپاره مننه وکړه او د ټاکنو د کمپاین بهیر یې و ستایه.
"زه فکر کوم چې دا ټاکنیز کمپاین بې له شکه د درناوي او مدنيت نمونه وه."
"فکر کوم چې دا په دې هیواد کې د ډیموکراسۍ د سمې لارې لپاره یوه بیلګه کیدی شي."
د آسټرالیا لومړي وزیر، انتوني البنیزي د نیو ساوت وېلز د ټاکنو پر ورځ په سیډني کې حضور درلود ترڅو په خپله سیمه کې د لیبر ګوند نوماند ته رایه ورکړي.
ښاغلي البنیزي، له ټاکنو وروسته د لیبر ګوند مشر، کریس منز د وینا په تالار کې شتون درلود او د ښاغلي مینز په اړه یې وویل: "د هغه لید هغه دی چې تل یې خلک په زړه کې لري."
د ټاکنو د کمپاین پرمهال هم انتوني البنیزي څو ځایه له ښاغلي مینز سره یو ځای لیدل شوی، مګر د لیبرال ګوند مشر، پیټر ډټن حضور د ټاکنو د کمپاین پرمهال کمرنګه بلل شوی دی.
په فدرالي پارلمان کې د لیبر ګوند غړي، کریس بوون خبریالانو ته ویلي چې ښاغلي مینز "په بشپړ ډول عالي کمپاین" پرمخ وړی.
"هغه به د کارګر [ګوند د پخوانیو لومړي وزیرانو] نیویل وران او باب کار په څیر یو مهمه لوموړی وزیر وي."
تر دې دمه له ۵۰ سلنه زیاتې رایې شمېرل شوي او د نورو رایو شمېرنه دوام لري.
شمېرل شوې رایې ښيي چې لیبر (کارګر) ګوند له لیبرال څخه مهمې څوکۍ ګټلي دي.
سره لدې چې د رایو شمېرنه نده بشپړه شوې، تر دې دمه لیبر ګوند ۴۷ څوکۍ او لیبرال ګوند ۲۷ څوکۍ ترلاسه کړي.
د ټاکنو د برخې شنونکي وايي، لیبر ګوند ممکن ۵۰ څوکۍ ترلاسه کړي.
ډومېنیک پېروټېټ ماته ومنله
د رای اچونې بهیر له پای دری ساعته وروسته، د شپې پر ۹ بجو د لیبرال ګوند مشر، ډومېنیک پېروټېټ د لیبر ګوند له مشر ښاغلي کریس منز سره په یوه ټلیفوني اړیکه کې ماته ومنله.
ښاغلي پېروټېټ خپلو پلویانو ته د خبرو پرمهال د نیو ساوت وېلز ایالت له اوسېدونکو وغوښتل ترڅو د هېواد د ګټې لپاره له ښاغلي مینز څخه ملاتړ وکړي.
"زه په نیو ساوت وېلز ایالت کې له ټولو غوښتنه کوم چې تاسو هر څه سیاسي لید لرئ، د هغه ترشا ودرېږئ، ځکه چې کله نیو ساوت وېلز ښه شي، زموږ هیواد ښه پرمخ ځي."

دومینیک پېروټېټ له تېرو ۱۸ میاشتو راهیسې د نیو ساوت وېلز ایالت مشر وه او تمه یې درلوده ترڅو ټاکنې وګټي.
نوموړي خپلو پلویانو ته د خبرو پرمهال وویل چې د خپل ګوند د ناکامۍ پړه پر خپله غاړه اخلي او له خپل ګوند له ریاست څخه لرې کېږي.
"دا خورا روښانه ده چې موږ نوي پیل ته اړتیا لرو."

د نیو ساوت وېلز ایالت پارلمان دوه جرګې لري چې د دغه ایالت د استازو او سنا (مشرانو) جرګو په نومونو یادېږي.
د نیو ساوت وېلز د استازو (ولسي جرګه) ۹۳ غړي لري. هر هغه ګوند چې په دغې جرګې کې ۴۷ څوکۍ ترلاسه کړي، کولای شي راتلونکی حکومت جوړ کړي.

