په یو شمېر نړیوالو رسنیو کې راپورونه خپاره شوي چې د چین حکومت د افغانستان په بدخشان ولایت کې د یوې پوځي اډې د جوړولو کار پیل کړی دی.
د سیډني مارننګ هرالډ ورځپانې لخوا په خپاره شوي راپور کې لیدل کیږي چې چین غواړي په دغې پوځي اډې کې افغان ځواکونو ته روزنه ورکړي او خپل ۵۰۰ سرتیري هم هلته مېشت کړي. ورځپانه زیاتوي که چېرې چین په افغانستان کې پوځي اډه جوړه کړي نو دا به له چین څخه بهر د دغه هېواد دویمه پوځي اډه واوسیږي.
په افغانستان کې د چین د پوځي اډې په اړه د راپورونو له خپرېدلو وروسته د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر له رسنیو سره په خبرو کې ویلي چې چین پلان نلري ترڅو افغانستان ته خپل سرتیري ولیږي.
د پژواک خبري اژانس لخوا په یوه خپاره شوي راپور کې راغلي چې چین تر دې وړاندې هم له افغان حکومت سره پدې اړه خبرې کړي ترڅو د افغانستان په شمالي ولایت بدخشان کې پوځي اډه جوړه کړي خو دواړه لورې تراوسه کومې پریکړې ته ندي رسیدلي.
چین د نړۍ دویم ستر اقتصادي هېواد دی چې له افغانستان سره ۷۶ کیلومتره ګډه پوله لري. دغه هېواد د افغانستان په بدخشان ولایت کې د وسله والو د شتون په اړه اندیښنې لري.

