SKIP TO MAIN CONTENT

چين کې د خر پوټکی کيلو په ۵۰۰ ډالر پلورل کيږي

چين کې د خره غوښې او په ځانګړي ډول پوټکي لپاره غوښتنه ډيره شوې او اوس ډير هيوادونه پدې فکر کوي چې چين ته خره صادر کړي.

Donkey -  Getty Images
Donkey - Getty Images Source: Getty

1 د لوستلو وخت

خپور شوی په

By Abdullah Alikhil


Skip to article content

ويل کيږي چې پاکستان او مصر له چين سره د خرو صادرولو په اړه خبري کړي او اسټراليا هم په پام کې لري چې چين لپاره د خرو فارم جوړ کړي.

دا مهال چين ته افريقايي هيوادونه خره صادروي چې غوښه يې ډيره کې پخيږي او له پوټکي څخه يې سوپ جوړيږي.

چين کې ډير ځوانان او ځيني ډاکټران وايي چې د خره پوټکي سوپ ددوی روغتيا لپاره ډير ګټور تماميږي او دوی ښه احساس کوي.

په تيرو لسو کلونو کې چين کې د خرو شمير نيم شوی او اوس چين غواړي چې له نورو هيوادو خره صادر کړي.

پاکستان او مصر هم چين ته د خرو پر صادرولو خبرې کړي.

اسټراليا هم په پام کې لري چې چين ته خره صادر کړي.

 

 


Follow SBS Pashto

Download our apps

Watch on SBS

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service

Stream now