Watch FIFA World Cup 2026™

LIVE, FREE and EXCLUSIVE

چينايان د ماشوم زيږون وخت کې امريکا ته سفر کوي ترڅو ماشومان يې د امريکا تابعيت ترلاسه کړي

امريکا کې د ماشوم زيږون برخې له کاروبار څخه پرده پوره شوې او ويل کيږي چې يو ډير شمير چينايان اميندوارۍ وخت کې امريکا ته د سيلانيانو په توګه سفر کوي ترڅو ماشوم امريکا کې وزيږوي او هغه ته د امريکا تابعيت ترلاسه کړي.

A pregnant woman
Pregnancy stock in Sydney, Tuesday, March 26, 2013. (AAP Image/Tracey Nearmy) NO ARCHIVING Source: AAP Image/Tracey Nearmy

د امريکا کاليفورنيا کې درې کسان هغه وخت ونيول شول چې جينايي ماشومانو ته د امريکا د تابعيت ورکول کاروبار يې مخې ته يوړه.

دا د امريکا تاريخ کې د تابعيت ترلاسه کولو او مهاجرت برخې تر ټولو لوی د پلټنې عمليات دي چې ددې لوی کاروبار له مينځه وړلو په موخه پر مخ اچول شوي.

ددې کاروبار له مخه به چينايي اميندواره ميرمنې اميندوارۍ وخت کې په سياحت ويزې امريکا ته راوستل کيدلی او بيا وروسته دوی امريکا کې ماشوم زيږدوي ترڅو د امريکا تابعيت ترلاسه کړي.

ياد کاروبار ته ډيره کې شتمنو چينايانو مخه کوله او دوی د امريکا مهاجرت چارو ادارې کارکونکي له پامه غورځول او د روغتو ډير رقم فيس ورکولو سره يې ماشوم امريکا کې زيږدوه ترڅو امريکايي پاسپورټ ترلاسه کړي.

يوه جوړه چينايي ياد کار لپاره تر ۱۰۰،۰۰۰ امريکايي ډالرو پيسې ورکولی ترڅو ماشوم يې امريکايي پاسپورټ ولري.

امريکا کې پوليس وايي چې تر دې دمه يې ۱۹ کسان ياد کاروبار کې لاس لرلو په تور نيولي.

د امريکا استخباراتو اداره وايي چې اوس يې يوازې درې لويې کمپنۍ د ياد عمل ترسره کولو په تور پلټنې لاندې دي ولې ددوی اټکل له مخه دا شمير به ډير لوړ وي او نورو پلټنو وروسته به معلومه شي چې څومره نور کاروبارونه پدې کار کې ښکيل دي.

امريکايي چارواکي اټکل کوي چې تر ۳۰۰ کاروبارونو پورې د امريکا تابعيت ترلاسه کولو غير قانوني لارو کې لاس لري.

د امريکا ولسمشر تير کال وويل چې امريکا د نړۍ  د هغو۳۰ هيوادو په ډله کې دی کوم چې د ماشوم زيږون وخت کې هغه ته د امريکا تابعيت ورکول کيږي.

امريکا تر اوسه نده توانيدلې ترڅو د ماشوم زيږولو سياحت برخه کنټرول کړي ځکه چې ياد هيواد کې دا کار قانوني دی.

 

 


2 د لوستلو وخت

خپور شوی په

اپډیټ شوی په

By Abdullah Alikhil, SBS Dateline

سرچینه: SBS


Share this with family and friends


Follow SBS Pashto

Download our apps

Watch on SBS

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service

Watch now