Watch FIFA World Cup 2026™

LIVE, FREE and EXCLUSIVE

په تېرې یوې لسیزه کې تر ۱۰۰ زرو زیاتو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې

تېر کال په افغانستان کې له ۱۰ زرو څخه زیاتو ملګي کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

UNAMA
Source: UNAMA

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ادارې لخوا په یوې خپرې شوې اعلامیې کې راغلي چې تېرکال د جګړې پرمهال په افغانستان کې لس زره او ۳۹۲ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې. اعلامیه زیاتوي، په ۲۰۱۹ کال کې  درې زره او ۴۰۳  ملکي وګړي وژل شوي او شاوخوا ۷ زره نور ټپیان شوي دي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت یوناما وايي، د ۴۹ سلنه ملګي وکړو د مرګ ژوبلې مسولیت د حکومت د وسله والو مخالفینو او  د ۴۳ سلنه هم د حکومت پلوه ځواکونو پر غاړه دی.

UNAMA
Source: Twitter

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ادارې، په خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې،  دا په پرله پسې توګه شپږم ځل دی چې په یوه کال کې له ۱۰ زره څخه زیاتو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوړي. د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې په اړه د دغې ادارې په خپاره شوي ګراف کې لیدل کېږي چې د ۲۰۱۸  کال پر پرتله د ملګي وګړو په مرګ ژوله کې ۵ سلنه کموالی راغلی.

UN Human Rights
Source: Twitter / UN Human Rights

یوناما دغه اعلان په داسې حال کې کړی چې ټاکل شوې ترڅو د روانې فبروری میاشتې په ۲۸ نېټه د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې تړون لاسلیک شي.


2 د لوستلو وخت

خپور شوی په

اپډیټ شوی په

By Mujeeb Muneeb


Share this with family and friends


Follow SBS Pashto

Download our apps

Watch on SBS

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service

Watch now