۱۱۶ هيوادو له اسټراليا سره لاس يو کړ ترڅو د کرونا ويروس وبا خپلواکه پلټنه وکړي

لومړی امريکا او بيا اسټراليا د کرونا ويروس پلټنې غوښتنه وکړه. ولې بيا اسټراليا د يادې پلټنې فشار جاري وساته او اوس ۱۱۶ هيوادو له اسټراليا سره لاس يو کړ ترڅو د کرونا ويروس پيدا کيدل، خپريدل او نوره اړينه پلټنه وکړي.

Prime Minister Scott Morrison and Foreign Minister and Minister for Women Marise Payne.

Prime Minister Scott Morrison and Foreign Minister and Minister for Women Marise Payne. Source: AAP

د اسټراليا او چين دوه اړخيزي اړيکې ورځ تر بلې خرابيدو حال کې دي او دواړه هيوادونه خپل سخت دريځ څخه نه په شا کيږي.

اسټراليا پرله پسې د کرونا ويروس خپلواکې پلټنې غوښتنه کوي ولې بله خوا چين هيواد وايي د يادې پلټنې غوښتنه سياسي موخو لپاره ده.

اسټراليا له امريکا وروسته د يادې خپلواکې پلټنې غوښتنه وکړه ولې د چين فشارونو سربيره خپل له دريځ څخه په شا نشو او ۶۲ هيوادونو له اسټراليا سره لاس يو کړ چې پدې هيوادو کې روسيه، اندونيزيا، هند، جاپان، انګلستان او کاناډا شامله ول.

د لومړنيو ۶۲ هيوادونو سر بيره ۵۴ افريقايي هيوادونو هم د اسټراليا لدې غوښتنې ملاتړ وښود او د کرونا ويروس هر اړخيزې پلټنې غوښتنه يې وکړه.

د کرونا ويروس برخه کې د خپلواکې پلټنې غوښتنې ته لا دمخه د اوروپايي ټولنې ۲۷ هيوادونو خپل ملاتړ څرګند کړی وه او د هغوی ترڅنګ، برازيل، جنوبي کوريا، مکسيکو، ترکيه او نيوزيليند هيوادونه هم د اسټراليا تر شا ودريدل.

د اسټراليا بهرنيو چارو وزيرې ماريس پاين ويلي، دا ښه شو اوس اسټراليا سربيره ډير هيوادونه غواړي ترڅو دا پلټنه وشي.

" دا ملاتړ ښايي چې ډيري هيوادونه د کويډ-۱۹ له امله ځپل شوي او د پلټنې غوښتنه کوي. کرونا ويروس ۳۰۰ زره کسان وژلي او بله خوا ميليونونه کسان خپل کارونه له لاسه ورکوي. د نړۍ يو ګوډ څخه بل ګوډ پورې اقتصاد له بحران سره مخ دی، نو همدې لپاره داچې دا هر څه ولې او څنګه پيښ شول دې ټولو معلومولو لپاره ډيرو هيوادونو سره غږ يو کړی."

داچې د يادې پلټنې پايلې معلوميدو وروسته څه کيږي اغلې پاين وايي، له وخت څخه مخکې د يادې پلټنې پايلو په اړه څه ويل نه غواړي.

اغلې وايي، د پايلو وروسته پر اړينو ګامونو به خبرې وشي او له هغې وروسته به پريکړه وشي ولې مهمه داده چې ډيري هيوادونه دا پلټنه غواړي.

د يادو ټولو هيوادونو په قطعنامه کې د کرونا ويروس پر وړاندې د نړۍ غبرګون خپلواکې پلټنې غوښتنه شوې، پدې پلټنې کې د چين هيواد نوم ندی ذکر شوی ولې د اسټراليا لخوا پر يادې پلټنې فشار اچول چين هيواد قهر کړی او د اسټراليا دې عمل بدل کې يې له څلورو اسټراليايي غوښو کمپنيو څخه د غوښې واردول بند کړي او پر اسټراليايي اوربشو يې ۸۰ سلنه ماليه لګولې.

نن شپه به ۱۱۶ هيوادونه د پلټنې قطعنامه نهايي کړي.

د اسټراليا لومړی وزير سکاټ موريسن د يادې پلټنې شاته د ډيرو هيوادونو ملاتړ ترلاسه کول يو ښه ګام بولي ولې ښاغلی وايي، د کرونا ويروس پيدا کيدو اصلي ځای موندل اصلآ د بحث او پلټنې موضوع نده، ولې د لومړي وزير يادو څرګندونو سره بيا هم د چين هيواد بهرنيو چارو وزير وانګ يي وايي، د نړۍ هيوادونه د کرونا ويروس وبا سياسي کول غواړي.

 

 

 


شریکول

خپور شوی په

اپډیټ شوی په

سرچینه: SBS Pashto

Follow SBS Pashto

Download our apps
SBS Audio
SBS On Demand

Listen to our podcasts
Independent news and stories connecting you to life in Australia and Pashto-speaking Australians.
Ease into the English language and Australian culture. We make learning English convenient, fun and practical.
Get the latest with our exclusive in-language podcasts on your favourite podcast apps.

Watch on SBS
SBS World News

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service
۱۱۶ هيوادو له اسټراليا سره لاس يو کړ ترڅو د کرونا ويروس وبا خپلواکه پلټنه وکړي | SBS Pashto