د متحده ایالاتو ولسمشر، ډونالډ ټرمپ اعلان کړی چې اسراییلو او ایران د اوربند پرېکړه کړې ده

تر دې دمه ایران او اسراییلو د ښاغلي ټرمپ دغه څرګندونې نه دي تایید کړي.

US Afghanistan

A C-17 Globemaster lll lands on the runway at Al Udeid Air Base, Qatar. Source: AP / Kylie Barrow

د متحده ایالاتو ولسمشر، ډونالډ ټرمپ اعلان کړی چې اسراییلو او ایران د اوربند پرېکړه کړې ده

ټرمپ په خپله شخصي ټولنیزه شبکه "Truth Social" لیکلي چې: " داسراییلو او ایران ترمنځ پوره او بشپړ اوربند باندې موافقه شوې ده."

نوموړي زیاته کړې چې اوربند به شاوخوا شپږ ساعتونو کې پیل شي.

خو تر دې دمه ایران او اسراییلو د ښاغلي ټرمپ دغه څرګندونې نه دي تایید کړي.

د آسترالیا لومړي وزیر انتوني البنیزي، د ټرمپ لخوا د اسراییلو او ایران ترمنځ د اوربند د اعلان هرکلی کړی دی.

البنیزي ویلي: "موږ په دوامداره توګه د خبرو اترو، ډیپلوماسۍ او د تاوتریخوالي کمولو غوښتنه کړې ده."

زموږ د فېسبوک پاڼې له لارې د مرکو او راپورونه اورېدولو ته دوام ورکړئ.

د آسټرالیا د تازه خبرونو او په زړه پورو موضوعاتو لپاره همدا اوس زموږ ویب پاڼې ته ولاړ شئ.

که چېرې غواړئ په انګلیسي ژبه زموږ خپرې شوې مقالې ولولئ، مهرباني وکړئ دلته کلیک کړئ.

د اس بي اس پښتو خپرونه دلته زمونږ پر ویب پاڼه یا هم د اس بي اس پر اپلیکیشن واورئ. تاسو کولای شئ د اس بي اس اپلیکیشن په وړیا توګه له اپل سټور یا ګوګل پلې څخه ترلاسه کړئ.


2 د لوستلو وخت

خپور شوی په

By SBS Pashto

سرچینه: SBS


Share this with family and friends


Follow SBS Pashto

Download our apps

Watch on SBS

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service

Watch now