د اسټرالیا په ملبورن او اډېلېډ ښارونو کې د افغانستان د کرېکټ د پخواني ملي لوبغاړي، شاپور ځدران او د افغانستان د لومړي ستورمزلي، عبدالاحد مومند، د فاتحې مراسم ترسره شول.
په دغو مراسمو کې د یادو ښارونو ګڼ شمېر مېشتو افغانانو ګډون کړی و.
د مراسمو ګډونوالو د دواړو شخصیتونو د ژوند، فعالیتونو او هېواد ته د هغوی د ارزښتناکو خدمتونو یادونه وکړه او د هغوی ارواحو ته یې د مغفرت دعاوې وکړې.
په ملبورن کې د ترسره شویو مراسمو پر مهال د افغانستان د کرکټ بورډ پخواني ویاند، فرید هوتک، د شاپور ځدران د ورزشي ژوند، لاسته راوړنو او هېواد ته د هغه د خدمتونو په اړه خبرې وکړې.
هغه وویل: "شاپور ځدران، لوږه، تنده او خوله نه لیدله، هغه د خپل ولس خوشحالي لیدله، هغه د خپل ولس لپاره هر څه په ځان منلي و."
د غونډې بل ګډونوال، ډاکټر سلیمان شیرزی، د عبدالاحد مومند د ژوند، علمي فعالیتونو او د فضايي پروګرامونو په برخه کې د هغه د تجربو او خدمتونو په اړه وینا وکړه.
د افغان لي ټولنې مشر، نثار احمد سنځر، د اسټرالیا د یو شمېر حکومتي چارواکو له لوري رالېږل شوی پیغام له ګډونوالو سره شریک کړ.
په اډېلېډ ښار کې هم د دغو دوو شخصیتونو د فاتحې مراسم ترسره شول.
د اډېلېډ د افغانانو د ټولنې غړی، محمد عارف حلیمی وايي چې د فاتحې په مراسمو کې ګن شمېر افغانانو کډون کړی وو.
هغه وايي: "دا چې دواړه د هېواد نامتو او ویاړلي شخصیتونه وو او د ګران هېواد افغانستان نوم یې په نړۍ کې ځلولی وو حق یې وو چی موږ په سویلي اسټرالیا کې مېشت افغانان د هغوی روح ته د مغفرت دوعا وکړو او له کورنیو سره یې غم شریکي وکړو."
زموږ د فېسبوک پاڼې له لارې د مرکو او راپورونو اورېدلو ته دوام ورکړئ.
د اسټرالیا د تازه خبرونو او په زړه پورې موضوعاتو لپاره همدا اوس زموږ له ویب پاڼې څخه لیدنه وکړئ.
که چېرې غواړئ په انګلیسي ژبه زموږ خپرې شوې مقالې ولولئ، مهرباني وکړئ دلته کلیک کړئ.
د اس بي اس پښتو خپرونه دلته زمونږ پر ویب پاڼه یا هم د اس بي اس پر اپلیکیشن واورئ. تاسو کولای شئ د اس بي اس اپلیکیشن په وړیا توګه له اپل سټور یا ګوګل پلې څخه ترلاسه کړئ.

