په آسټرالیا کې د افغانستان سفارت وايي د دغه سفارت قونسلي خدمات به د پخوا په څېر دوام ولري

طالبانو تېره ورځ په اروپا، کاناډا، متحده ایالتونو او آسټرالیا کې د افغانستان د سیاسي نمایندګیو لخوا د قونسلي خدمتونو وړاندې کول بې اعتباره اعلان کړل.

Afghan embassy.png

Afghanistan embassy in Canberra. Credit: SBS Pashto/Mujeeb Muneeb

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت تېره ورځ د یوې اعلامیې په خپرولو سره په اروپا، کاناډا، متحده ایالتونو او آسټرالیا کې د افغانستان د سیاسي استازولیو لخوا د قونسلي خدمتونو وړاندې کول بې اعتباره اعلان کړل.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت لخوا په یوې خپرې شوې اعلامیې کې راغلي چې " د یادو سندونو په وړاندې هېڅ ډول مسوولیت نه لري او نه اجراآت پرې ترسره کیږي."

"بهر مېشتي هېوادوال او بهرنیان کولای شي د افغانستان له پورتنیو استازولیو پرته په نورو هېوادونو کې د افغانستان اسلامي امارت استازولیو ته د قونسلي خدمتونو او ویزو تر لاسه کولو لپاره مراجعه وکړي."
د طالبانو دغې اعلامیې ته په ګڼو هېوادونو کې د افغانستان سیاسي نمایندګیو غبرګون ښوولی دی.

په آسټرالیا کې د افغانستان سفارت نن سهار پر خپله فېسبوک پاڼه د قونسلي خدمتونو د وړاندې کولو د تداوم په هکله یوه اعلامیه خپره کړې ده.

د سفارت پر فېسبوک پاڼه خپره شوې اعلامیه په اصل کې د افغانستان د اسلامي جمهوریت د ټولو سیاسي او قونسلي نمايندګيو د همغږی شورا کډه اعلامیه ده.

په خپرې شوې اعلامې یې راغلي: "د افغانستان سیاسي او قونسلي نمایندګیو، په تېرو دریو کلونو کې د ځانګړي او استثنايي وضعیت په پام‌ کې نیولو سره ځان مکلف بللی چې، د هیواد د ملي او د افغانانو د ګټو په رڼا کې او همدا راز د نړیوالې ټولنې او کوربه هېوادونو له دریځ سره سم، ټولو افغانانو ته قونسلي خدمات رواندي كوي."

"دا خدمات د ملي قوانينو او نړيوالو مقرراتو په رعایت، بشپړې روڼتیا او امانت دارۍ او د کوربه هیوادونو د اړوندو ادارو سره په همغږۍ او د افغانستان د اسلامي جمهوريت د مشروعیت او اعتبار پر بنسټ ترسره شوي او ترسره کېږي."
"په اروپايي هېوادونو، کاناډا، آسټراليا او نورو هیوادونو کې د افغانستان سياسي او قونسلي نمايندګۍ د دې په پام کې نیولو سره چې د دوی ډېری قونسلي خدمات د کوربه هېوادونو اړوندو ادارو پورې تړاو لري، د ملي قوانينو او نړيوالو مقرراتو په چوکاټ او د کوربه هیوادونو ادارو سره د نږدې پوهاوي او همغږي له لارې د تېر په څېر د قونسلي خدماتو دوام ته ژمن دي."

اس بي اس د آسټرالیا د بهرنیو چارو وزارت سره د نظر لپاره اړیکه نیولې، خو تر دې دمه یاد وزارت نظر ندی شریک کړی.

شریکول

3 د لوستلو وخت

خپور شوی په

اپډیټ شوی په

By Mujeeb Muneeb

سرچینه: SBS


Share this with family and friends


Follow SBS Pashto

Download our apps
SBS Audio
SBS On Demand

Listen to our podcasts
Independent news and stories connecting you to life in Australia and Pashto-speaking Australians.
Ease into the English language and Australian culture. We make learning English convenient, fun and practical.
Get the latest with our exclusive in-language podcasts on your favourite podcast apps.

Watch on SBS
SBS World News

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service
په آسټرالیا کې د افغانستان سفارت وايي د دغه سفارت قونسلي خدمات به د پخوا په څېر دوام ولري | SBS Pashto