SKIP TO MAIN CONTENT

د پاکستان د پارلمان نږدې ۱۰۰ غړي په کرونا وېروس اخته شوي

د پاکستان د مسلم لیګ نواز ګوند مشر، شهباز شریف هم په کوېډ - ۱۹ ناروغۍ اخته شوی.

Pakistan
A photo of the Parliament building in Islamabad, Pakistan. Source: Pakistan Today

2 د لوستلو وخت

خپور شوی په

اپډیټ شوی په

By Mujeeb Muneeb


Skip to article content

پاکستان کې په کرونا وېروس د اخته کسانو د شمېرو له زیاتوالي سره د دغه هېواد یو زیات شمېر سیاسي مشران هم په کوېډ – ۱۹ ناروغۍ اخته شوي دي. د پاکستان د اکسپریس ټریبیون ورځپانې په یوه خبر کې راغلي چې تردې دمه د دغه هېواد د پارلمان نږدې ۱۰۰ غړي په کرونا وېروس اخته شوي‌ او تر درملنې لاندې دي.

د پاکستان د ساینس او ټکنالوژۍ وزیر فواد چوهدري، رسنیو سره په خبرو کې ویلي چې د دغه هېواد د ولسي جرګې له ۳۴۲ غړو څخه نږدې ۱۰۰ کسان په کرونا وېروس اخته شوي. د اخته کسانو په ډله کې د پاکستان د مسلم لیګ نواز ګوند مشر ، شهباز شریف نوم هم لیدل کېږي.

د تېرې مې میاشتې په ۹ نېټه د پاکستان حکومت په دغه هېواد کې محدودیتونه کم کړل چې تر هغې وروسته د اخته کسانو شمېرې په چټکۍ سره زیاتې شوې. اوسمهال په پاکستان کې په کرونا وېروس د اخته کسانو شمېر شاوخوا ۱۲۰ زره کسانو ته رسیدلی او تر دې دمه ۲۳۵۶ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او شاوخوا ۳۸ زره کسان بېرته ښه شوي.

 

 


Follow SBS Pashto

Download our apps

Watch on SBS

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service

Stream now