چین د نړۍ تر ټولو ډېر نفوس لرونکی هېواد دی. په دغه هېواد کې ۲۳ میلیونه مسلمانان ژوند کوي خو هر وخت په رسنیو کې د دغو مسلمانانو د ستونزو او زورونو په اړه راپورونه خپریږي.
په چین هېواد کې د مسلمانانو تر ټولو لویه ډله د اویغور په نوم یادېږي چې د سینګیانګ په مرکز ارومچي کې استوګنه لري او شمېر یې شاوخوا ۱۱ میلیونو کسانو ته رسېږي.
په وروستیو څو کلونو کې، یو زیات شمېر نړیوالو ادارو او رسنیو له اویغور مسلمانانو سره د ناوړه چلند په اړه راپورونه خپاره کړي. د نړیوالو ادارو راپورونه ښيي چې د چین حکومت شاوخوا یو میلیون مسلمانان په دغه هېواد کې زنداني کړي.

د ۲۰۱۸ کال په اګسټ میاشت کې د ملګرو ملتونو د نژادي تعصب د له مینځه وړلو ادارې هغه راپوورنه تایید کړل چې د چین حکومت له افراطیت سره د مبارزې او د ټولنې د ثبات په نوم د اویغور مسلمانانو سیمه په یوې نظامي سیمې بدله کړې چېرته چې د بشر حقونه هېڅ شتون نلري. یادې ادارې همدا راز د چین له حکومت څخه غوښتنه وکړه ترڅو شاوخوا ۱ میلیون مسلمانان له زندانونو څخه خوشې کړي.
په تېر څه باندې یوه کال کې د ملګرو ملتونو تر څنګ یو شمېر هېوادونو لکه امریکا، اسټرالیا او کاناډا هم په چین کې د مسلمانانو د وضعیت په اړه څو وارې اندیښنه ښوولې ده.
مګر د چین حکومت د اسنادو او شواهدو له شتون سره هم دغه ادعا تل رد کړې چې په چین کې د مسلمانانو پر وړاندې له تاوتریخوالي څخه کار اخیستل کېږي.
د چین حکومت وايي هغه کسان چې په کمپونو کې ساتل کېږي، هغوي زنداني ندي بلګې یادو کسانو ته مندرین ژبه ښول کېږي او د کار موندلو لپاره روزنه ورکول کېږي ترڅو وروسته ډ ټولنې له نورو غړو سره یو ځای شي او د افراطي افکارو مخه ونیسي.

سره لدې چې د چین حکومت په دغه هېواد کې له مسلمانانو سره د تاوتریخوالي او زنداني کولو په اړه ادعاوې ردوي یو شمېر تازه خپاره شوي پټ اسناد ښيي چې په چین کې یو شمېر مسلمانان د دې لپاره زندان ته استول شوي چې ږیره یې درلوده ، حجاب یې پر سر کولو او یا یې هم له بهرنیو ویب پاڼو څخه لیدنه کړې.
د بي بي سي ، سي ان ان او دوچ ویلې رسنیو ته د کارا – کاکس په نوم ۱۳۷ پاڼې پټ اسناد په لاس ورغلي.
په پټو اسنادو کې د سینګیانګ ایالت د غربي سیمې د ۳۳۱ اویغور مسلمانانو په اړه مالومات لیدل کېږي چې دوی په ورځ کې څو وخته لمونځ کوي، څنګه جامې اغوندي، له چا سره اړیکې لري او په کورنۍ کې له یو بل سره څنګه چلن کوي.
په اسټرالیا کې مېشت کارپوه آډرین زینز خپاره شوي اسناد ارزولي او یلي یې دي چې یاد اسناد اصلي دي ځکه په دغو اسنادو کې د زندانیانو په اړه د مالوماتو ترڅنګ دا هم لیدل کېږي چې دوی ولې زنداني شوي دي.
تر دې مخکې د ۲۰۱۹ کال په نومبر میاشت کې نیویارک ټایمز ته هم ۴۰۳ پاڼې داسې پټ اسناد په لاس ورغلي وو چې په هغو کې د شاوخوا ۱ میلیون اویغور مسلمانانو د زنداني کیدو په اړه مالومات خپاره شوي وو.

په داسې حال کې چې د کرونا ویروس په ډېر تېزوالي سره په ټوله نړۍ او په ځانګړې توګه په چین کې د خپرېدو په حال کې ده په اسټرالیا کې مېشت اویغور مسلمانان د خپلو هغو دوستانو په اړه اندیښنه لري چې د چین حکومت لخوا په کمپونو کې ساتل کېږي.
یادو کسانو له اس بي اس سره په خبرو کې ویلي چې د کرونا ویروس کولای شي هغه یو میلیون اویغور مسلمانان تر نورو زیات زیانمن کړي چې اوسمهال د چین په زندانونو کې شپې سبا کوي.

