ویکټوریا ایالت کې یو ځل بیا ځینې محدودیتونه ولګول شول

په تېرو دوو میاشتو کې دا لومړۍ ځل دی چې په ویکټوریا ایالت کې په ۲۴ ساعتونو کې د کرونا وېروس ۲۵ نوې پېښې ثبتېږي.

Victorian Premier Daniel Andrews

Victorian Premier Daniel Andrews. Source: AAP

د اسټرالیا په ویکټوریا ایالت کې د کرونا وېروس د ۲۵ نویو پېښو له ثبت وروسته د دغه ایالت مشر، ډنیل انډریوز اعلان وکړ چې د راتلونکې دوشنبې له ورځې څخه به ځېنې محدودیتونه یو ځل بیا وضع شي.

په تېرو دوو میاشتو کې دا لومړۍ ځل دی چې په ویکټوریا ایالت کې په ۲۴ ساعتونو کې د کرونا وېروس ۲۵ نوې پېښې ثبتېږي.

د راتلونکې دوشنبې له ورځې څخه یواځې ۵ کسان کولای شي د خپلو دوستانو کورونو ته ورشي او په یوه وخت ۱۰ کسان کولای شي په عامه ځایونو کې سره راټول شي.

نوي محدودیتونه د راتلونکو دریو اوونیو لپاره لګول شوي چې د جولای میاشتې په ۱۲ نېټه به پای ته ورسېږي.

د ویکټوریا ایالت یو ځل بیا دغه محدودیتونه په داسې حال کې لګوي چې د اسټرالیا په نورو ایالتونو او سیمو کې وضعیت کنټرول لاندې ښکاري او محدودیتونه هم د کمېدو په حال کې دي.

د اسټرالیا په ایالتونو کې د کرونا وېروس د پیښو په اړه لا ډېر معلومات په لاندې ګراف کې لیدل شئ.

په اسټرالیا کې مېشت کسان باید د یو بل ترمنځ، له یو نیم متر څخه زیات فزیکي واټن وساتي.

د کرونا وېروس آزموینه اوسمهال د اسټرالیا په بېلابېلو سیمو کې ترسره کېږي. که چېرې تاسو باور لرئ چې تاسو هم ممکن په کرونا وېروس اخته شوي یاست،  نو خپل ډاکټر ته زنګ ووهئ (لیدنه  ونکړئ) یا د کرونا وېروس د معلوماتو له ملي مرکز سره په  ۰۸۰ ۰۲۰ ۱۸۰۰ شمېره اړیکه ونیسئ. که تاسو په ساه اخیستلو کې ستونزه لرئ نو له 000  شمېرې سره اړیکه ونیسئ. 

تاسو کولای شئ، د خپل موبایل له اپ سټور څخه د کوېډ سېف (COVIDSafe) اپلېکېشن ډاونلوډ کړئ.

د اس بي اس شبکه ژمنه ده ترڅو تاسو ته د کرونا وېروس په اړه ستاسو په ژبه باوري راپورونه چمتو کړي. دلته تاسو کولای شئ  په ۶۳ ژبو خبرونه او معلومات پیدا کړئ: https://www.sbs.com.au/language/coronavirus


شریکول

خپور شوی په

اپډیټ شوی په

لخوا SBS News
وړاندې کوونکی Mujeeb Muneeb
سرچینه: SBS News

Follow SBS Pashto

Download our apps
SBS Audio
SBS On Demand

Listen to our podcasts
Independent news and stories connecting you to life in Australia and Pashto-speaking Australians.
Ease into the English language and Australian culture. We make learning English convenient, fun and practical.
Get the latest with our exclusive in-language podcasts on your favourite podcast apps.

Watch on SBS
SBS World News

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service